انجمن تاجران پاکستان په راروان اتوار په ټول بلوچستان کې د احتجاجونو اعلان کړی په پاکستان کې د سوداګرو تنظیم (انجمن تاجران پاکستان) د چمن پرلت والو د غوښتنو د نه منل کېدو پرضد په راروان اتوار ورځ په ټول بلوچستان کې د احتجاجونو اعلان کړی. تفصیل د نعمت الله سرحدي په راپور کې.
په بلوچستان کې د ګڼو باﺭانونو له کبله ﺭاغلیو سېلابونو کې په لویه کچه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي او د آفتونو په وخت د انتظام د صوبایي ادارې په وینا په بېلابېلو سیمو کې د مړو شمېر 16 ته ﺭسېدلی دی. تفصیل د نعمت الله سرحدي په رپورټ کې
هندو لزکيو د پاکستان له سختې نا امنۍ سره مخ بلوچستان صوبه کې هم د ﺭنګونو اختر یا هولي ولمانځله. په بلوچستان کې د هندو مذهب مشرانو وويل چې د ﺭوژې مياشتې له وجې دوی دغه مراسم په پراخه کچه ونه لمانځل. نور حال د نعمت الله سرحدي په ﺭپوﺭټ کې:
چارواکو په بلوچستان کې د ګرانۍ د کنټرول لپاره یو شمېر دوکانداران جریمه کړي او ځینې قصابان یې نیولي دي د چارواکو د دغو عملیاتو پرضد په چمن کې قصابانو احتجاج کړی او خپل دوکانونه یې تړلي دي. تفصیل د نعمت الله سرحدي په راپور کې.
په چمن سرحدي ښار کې خلک وايي، د ﺭوژې مياشتې له شروع کيدو سره سم د خوﺭاکې توکو او په خاصه توګه د سبزيانو قميتونه ﺯيات شوي د پاکستان د حکومت معلومات ښکاره کوي چې د فروﺭۍ په مياشته کې د ګرانۍ شرح 23.1 فيصده ته ﺭاښکته شوې وه او مخکې دغه شرح 31.4 فيصده وه. تفصیل د نعمت الله سرحدي په راپور کې.
د پاکستان حکومتي شمېرې ښيي چې په هېواد کې د ګرانۍ کچه د فروﺭۍ په مياشته کې23.1 فيصد ته ﺭاښکته شوې ده تر دې مخکي دغه شرح 31.4 فيصد وه خو عادي خلک وايي چې دغه يواﺯې حکومتي دعوې دي او د ﺭوژې مياشت لا شروع شوي نه ده او د خوراکې توکو بیې دوه چنده ﺯياتې شوې دي تفصیل د نعمت الله سرحدي په راپور کې.
د چمن پرلت ویاند وايي، د نوي حکومت له راتلو سره مو د چمن لاره د سوداګرۍ لپاره پرانیستې ده د پرلت مشران وايي، که چيرې نوی حکومت د دوی غوښتنې و نه منلې نو دوی به دغه لاره بیا بندوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پاسپورت او ویزې د تګ راتګ د حکم پرضد په چمن کې ناستو اجتجاج کونکو دغلته د پاسپورت دفتر مخې ته پرلت پیل کړی د پرلت مشرانو ویلي، چې تر دې وروسته به د سرکاري دفترونو مخې ته احتجاجونه کوي.
په چمن کي د ال پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد لخوا د روان احتجاجي پرلت د کميټې غړي وايي، دوی له راتلونکي منتخب حکومت څخه هیله لري چې د دوی ستونزې حل کړي. دوی ویلي، نګران حکومت پر دوی له افغانستان سره چمن دﺭواﺯه بنده کړې او دوي یې له بيروﺯګاﺭۍ سره مخ کړي.
په چمن لاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پرضد د نهې یا سې شنبې په ورځ د سرحدي ملیشه ځواکونو د مرکز مخې ته احتجاجي پرلت شوی. تفصیل د نعمت الله سرحدي په ﺭاپور کې.
نور کتل