لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن پرلتوال: د افغانستان او پاکستان تجارتي تړون سره سم دې موږ ته هم بې ویزې د تګ راتګ اجازه راکړل شي


د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ په چاﺭو کې د پرمختيا لپاﺭه دوه اړخيزه خبرو باندې بېلابېل غبرګونونه مخ ته راروان دي. په چمن کې د ﺭوان پرلت مشران وايي که ډرایوﺭانو او د هغوی کلېنډرانو ته پر شناختي کاﺭډ او تذکره په پخوانۍ طريقه د تګ ﺭاتګ اجاﺯه وﺭکول کيزي دوی ته دې هم دغه اسانتيا ورکړي.

په چمن کې له شاوخوا پنځنیمو مياشتو ﺭاهیسې د آل پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد احتجاجي پرلت ﺭوان دی، دوی یواځې د چمن ځايي خلکو او کاروباريانو ته له افغانستان سره پر ګډه پوله په شناختي کارډ او تذکره د تګ راتګ غوښتنه کوي.

د احتجاجي پرلت وياند عبدالصادق اڅکزي وي او اې ډيوه ته وويل، د پاکستان او افغانستان تر منځ شوو خبرو کې د ګډ تجارت په مخ کې د خنډونو پر لرې کولو چې کوم تړون شوی هغه ته خوشبينه دي.

صادق اڅکزی وایي د ټرانسپوﺭټ چاﺭو د بحاله ساتلو لپاﺭه چې ډﺭایوﺭانو او منشیانو ته پر شناخت کاﺭډ او تذکره د تګ او ﺭاتګ اجاﺯه وﺭکول کېدای شي باید د چمن ځایي سوداګرو او خواﺭیکښو ته هم دغه اسانتياوې وﺭکړل شي:

"ﺯموږ په غوښتنو کې هم دغه شامله ده چې ډﺭایيوﺭ، مددګاﺭ، تاجر، خواﺭیکښو او قبایلو ته په پخواني طﺭﺯ له پاسپورټ او ویزې پرته پر چمن دﺭواﺯه د تګ ﺭاتګ اجاﺯه وﺭکول شي، نن ﺯموږ دغه لویه بريا ده چې کابل هم دغه غوښتنه وکړه، موﺯ هم دغه غواړو، بېشکه ددې په مخ دې سخت امنیتي تدابير ونيول شي".

د پاکستان او افغانستان ډرايورانو او منشيانو ته د تګ راتګ اسانتياوې ورکول که ستايل کيږي خو د پاک افغان ګډې سوداګرې خونې پخواني مشر خان جان الکوﺯي اﺯادي ﺭېډيو ته ويلي، د دواړو مملکتونو تر منځ خبرې بې نتیجې دي ځکه چې وایي پاکستان افغانستان ته اجازه ور نه کړه چې د افغان سوداګرو ټرانزیټي کنټينران بیرته د ایران له چابهار کراچۍ ته ولېږدوي.

الکوزی وایي په دغو کانټینرونو کې د افغان سوداګرو د لکونو ډالرو مالونه دي چې پکې برقي اليکټرونکس شيان کاسميټيکس سامان او کپړا شامله ده، دا کانټینرونه د شاوخوا دوه سوه په تعداد کې دي.

خو د پاکستان فيډﺭل چمبراف کامرس پخوانی مشر انجنېر داﺭو خان اڅکزی بيا دغه دوه اړخيزه خبرو کې شوې هوکړې د تجاﺭت پرمختيا لپاﺭه ښه ﺯېری بولي او وایي د دواړو هیوادونو تر منځ تجاﺭتي اړيکې د تاﺭيخ هغه لاندې سطح ته ﺭاغلې دي چې وایي‌ دوی یې سوچ هم نه شو کولای.

دارو خان اڅکزی وایي‌ اوس چې کوم ټکي ددغو خبرو په اړه دوی اوﺭېدلې دي هغه بنيادي ټکي دي چې د دواړه هيوادونو تر منځ په تجاﺭتې اړيکو کې هر وخت مزاحم وي. دارو خان اڅکزي‌ وي او اې ډیوه ته وویل:

"له دغو خبرو دا هم معلومه شوه چې دواړه هيوادونه په خپل منځ کې تجاﺭت ﺯياتول غواړي که چېري دوی خپلمنځني تجاﺭتي ستونځې نوﺭې هم کمول غواړي باید تجاﺭت او سياست د يو بل نه بېل کړل شي".

د پاکستان او افغانستان تر منځ شوي دې تاﺯه تړون ته د پاکستان کلېرنګ ايجنټس ساﺯمان غړي هم خوشبينه دي او وایي د پاک افغان ټرانزټ چاﺭو په مخ کې د خنډونو پر لرې کولو باندې اتفاق کېدل د دوه اړخیز تجارت لپاره ګټوره پرېکړه ده.

د دې پرېکړې له مخې پاکستان د افغان ټرانزټ پر کنټينر باندې لس فيصده پروسسينګ او سل فيصده بېنک ګاﺭنټي لرې کولو دپاﺭه په ﺭاﺭوانو پینځلسو وﺭځو کې اقدامات کوي او د ټرانزټ کنټينر دپاﺭه انشوﺭنس کمپنۍ ضمانت قبلوي او افغانستان د منځنۍ اېشيا لپاﺭه د پاکستان پر ټرانزټ 110 فيصده ضمانت د کمولو دپارہ هم اقدامات کوي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG