لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پرلت ویاند: د نوي حکومت له راتلو سره مو د چمن لاره د سوداګرۍ لپاره پرانېستله


په چمن کې د ال پارټیز تاجر لغړي اتحاد لخوا د څه کم پنځو میاشتو راهیسې د روان پرلت مشرانو ویلي، چې د چمن لاره یې د تجارت لپاره پرانیسې ده او د چمن – سپین بولدک ترمنځ سوداګري بېرته پیل شوې ده.

د پاکستان د ګمرک یا کسټم چاﺭواکي وايي، چې د پرلت والو لخوا د لارې له خلاصیدو سره سم دغلته په کسټم ودانۍ کې د سوداګریزو توکو د ګمرک کولو یا کلئيرنګ چاﺭې هم پل شوي.

د پرلت وياند عبدالصادق اڅکزی وایي، چې دوی د نوي حکومت له ﺭاتلو سره سم د چمن دﺭواﺯه په دغه اميد د تجاﺭت پر مخ خلاصه کړې چې نوی حکومت به د دوی غوښتنې ومني خو پرلت به ﺭوان وي.

دی وايي، که چيرې نوی حکومت د دوی غوښتنې و نه منلې نو دوی به دغه لاره بیا بندوي.

"تاجران بلوڅ پشتانه هغه تر کندهاﺭ او تر کوئټه پوﺭې يا د پشتانه او بلوڅو ټرانسپوﺭټران چي د دغې لاﺭې له بنديدو څخه متاثره شوي وواو ﺯيانونه ورته اوښتي وو د خير سګالې په طوﺭ د نوې حکومت د ﺭاتګ په ﺭڼا کې دغه لاﺭه موږ ايله کړه اميد لرو چې نوی حکومت به هم ﺯموﺯ جایزې غوښتنې ومنې او د نګران حکومت لخوا پر موږ تپل شوې فيصله به واپس واخلي."

د پاکستان حکومت د کال 2023م د نومبر د لومړۍ نېټې څخه له افغانستان سره پر داخلي دﺭواﺯو په پاپسوﺭټ باندې د تګ ﺭاتګ پرېکړه کړې چي د حکومت د دغې پريکړې پر ضد ال پاﺭټيز تاجر لغړې اتحاد په چمن کې لز څه کم د تيرو پنځو مياشتو ﺭاهیسې دغه احتجاجې پرلت ﺭوان کړی دی او څه کم څلور میاشتې کېږي چې د چمن لاره یې هم تړلې وه.

د یوې خبریال نعمت الله سرحدي واييو اوس چې په سيمه کې د يخ کچه سيوا شوې ده، باﺭانونه ﺭوان دی خو د دې باوجوده دغه احتجاج کونکي د شپې او د وﺭځې د باﺭان او يخنې څخه ځانونه ساتلو دپاﺭه په خيموکې ناست دي او احتجاج یې روان کړی دی او يواځنې غوښتنه یې داده چې د پاکستان حکومت دې پر چمن دﺭواﺯه باب دوستې د پخوا په څېر په اسنادو لکه شناخت کاﺭډ او تذکرې باندې د تګ او ﺭاتګ لپاره اجاﺯه وﺭکړي.

د بلوچستان حکومت وياند جان اچکزي نن د فبروﺭۍ پر 26مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې يو واﺭ بيا دغه خبره تکراﺭ کړه چې د پاکستان له ګاونډيو هيوادونو سره هر ډول تګ او ﺭاتګ به پر پاسپوﺭټ او ويزه باندې وي او دا پرېکړه به په کلکه عملي کېږي او هېچا ته به له اسنادو پرته د سفر اجازه نه ورکوي.

د جان اڅکزې په خبره له دغه ګام اخیستلو څخه په ملک کې د دهشت ګردۍ په پيښو کې کمی ﺭاغلی دی خو له دې مخکې د جنوﺭۍ پر 15 مه جان اڅکزي ويلي وو چې د پاکستان حکومت د دغه اقدام څخه کوم خلک متاثره شوي دي د هغو خلکو دپاﺭه حکومت د ﺭوﺯګاﺭ د ﺯمينې برابرولو لپاﺭه په چمن ماسټر پلان کې کاﺭوباﺭ شروع کوي او بيوﺯلو خلکو دپاﺭه ﺭاشن او امداد وﺭکولو سلسله هم ﺭوانه کړل شوې ده.

خو دغه احتجاج کونکې وايي چې دا یواځې د حکومت دعوې دي او دا وخت د دوی په کوﺭونو کې د بچیانو د خوﺭاک دپاﺭه توکې نشته او کاﺭوباﺭونه یې ختم شوي دي.

د عبدالصمد په نامه یوه احتجاج کونکي ډیوې ته وویل.

"د ﺯهرو ﺭوپې نه لرو په کوﺭ کې مريضان هم ﺭاته پراته دي. په کوﺭو کې مې اوبه ولاړې دي خونې مې د اوبې ډکې شوې دي او نړيدلې دي. باﺭانونه دي، يخنې ده موږ شپه وﺭځ دلته په پرلت کې ناست يو موږ نه د سون توکو پيسې لرو نه د بچیانو دپاﺭه د ډوډۍ پيسې لرو. پر موﺯ ظلم شروع دې اوس حکومت په موږ څه کوي موﺯ خو تباه کړو."

د تېر کال د اکتوبر له 20مې راهیسې ال پارټیز تاجر لغړي اتحاد د پاسپورټ او ویزې لازمي کولو خلاف په چمن کې په احتجاج بوخت دي.

دوی د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغاني تذکرو پر پوله د ازاد تګ راتګ غوښتنه کوي خو د دغې لاﺭې د بنديدو له امله د ﺯيات مشکل سره مخامخ د سيمې سوداګر وايي چې پاکستان حکومت پر هغه خلکو پاسپوﺭټ لازمي کوي چې په ﺯﺭګونو شمېر کې سپين بولدک ويش منډهي ته د کاﺭوباﺭ دپاﺭه ځي او ګټه پاکستان ته ﺭاوړي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG