لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن پرلت 133 ورځې: د احتجاجي پرلت مشرانو بیا د تجارتي لارې د تړلو ګواښ کړی


د چمن د احتجاجي پرلت مشرانو ګواښ کړی چې که د پاکستان نوي حکومت یې غوښتنې ونه منلې نو دوي به د تجارت لپاره خلاصه کړل شوې د چمن دروازه بیا وتړي.

د ال پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد لخوا په چمن کې د نزدې څلور نیمو میاشتو راهسې احتجاجي پرلت روان دی اؤ د پرلت د کميټې يوه مشر غوث الله اڅکزی وایي،دوي د چمن دﺭواﺯه د تجاﺭت په مخ خلاصه کړې ده خو پرلت یې لا دوامداره دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي، که چيرې نوي حکومت د دوي غوښتنې نه ومنلې نو د پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دغه لویه لاﺭه بيا دوي بیا وتړي.

پرلت کوونکي دپاکستان حکومت څخه غوښتنه کوي چې د پخوا په څير باید د چمن اوسیدونکو ته په شناخت کاﺭډ او د بولدک اوسیدونکو ته پر افغان تذکره باندې پر چمن دﺭواﺯه (باب دوستي) د تګ او ﺭاتګ کولو اجاﺯه وﺭکړل شي.

د سيمې سوداګر وایي د چمن باب دوستي دﺭواﺯه د دﺭې نیمو مياشتو پوﺭې تړل شوې وه چې له امله یې تاجرانو ته په کروﺭونو ﺭوپۍ مالي ﺯيانونه اوښتي دي.

په چمن کې د ال پاﺭټيز تاجرلغړي اتحاد له لوري د ﺭوان پرلت په مهال د چمن د دروازې د تجارتي ګاډو په مخ د خلاصولو د پريکړي سره سم د چمن او سپين بولدک تر منځ تجاﺭتي چاﺭې یو ځل بیا پيل شوي اؤ داوخت ددې لاﺭې د مالونو څخه ډک ګاډي ﺭوان ليدل کيږي.

د پاکستان د کسټم یا ګمرک چاﺭواکي وایي چې د کله راهسې دا تجارتي لاره د پرلت برخه والو خلاصه کړې ده نو پر باډﺭ د کسټم ودانۍ کې د اموالو د کلئيرنګ چاﺭې هم ﺭوانې دي.

د پرلت د کميټې يوه مشرغوث الله اڅکزي وي او ای ډيوه ته ویلي چې دوي د چمن دﺭواﺯه په دغه اميد د تجاﺭت په مخ خلاصه کړې ده چې نوی حکومت به د دوي غوښتنې ومني.

خو هغه وایي پرلت به ﺭوان وي اؤ که چيرې نوي حکومت د دوي غوښتنې نه ومنلې نو دوي به مجبوره شي چې یو وارې بیا دا تجارتي لاره د احتجاج په توګه وتړي.

غوث الله اڅکزی وایي، د پاکستان حکومت د کال 2023م دنومبر د وړومبۍ نېټې څخه دافغانستان سره پر داخلي دﺭواﺯو په پاسوﺭټ باندې تګ او ﺭاتګ عملی کړی دی.

هغه وایي د حکومت ددغه پريکړې په ضد ال پاﺭټيز تاجر لغړي اتحاد په چمن کې د تيرو څلوﺭنیمو مياشتو ﺭاهسې دغه احتجاجې پرلت ﺭوان کړی دی خو اوس چې په سيمه کې د يخ کچه سيواشوې ده اؤ باﺭانونه ﺭوان دي ددې باوجود هم دغه احتجاج کوونکي د شپې او د وﺭځې د باﺭان او يخنۍ څخه د ځانونو ساتلو دپاﺭه په خيمو کې ناست دي اؤ خپل احتجاج یې دوامداره ساتلی دی .

هغه وایي د دوي يوازینۍ غوښتنه داده چې پر چمن دﺭواﺯه باب دوستي باید دپاکستان حکومت دپخوا په څېر په اسنادو لکه شناخت کاﺭډ او تذکره د سیمې خلکو ته د تګ او ﺭاتګ اجاﺯه وﺭکړي.

دغه پرلت کې شريک خلک وایي چې اوس لویه لاﺭه خلاصه شوه باید حکومت هم د پخوا په شان خلکو ته په پاسپورټ اؤ تذکره د تګ او ﺭاتګ اجاﺯه وﺭکړي.

د بلوچستان د نګران حکومت وياند جان اچکزي دفبروﺭې پر 26مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې يوه واﺭ بيا دا خبره تکراﺭ کړې وه چې دپاکستان د ګاونډي هيوادونو سره هر ډول تګ او ﺭاتګ پر پاسپوﺭټ او ويزه باندې وي نو دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دې هم دغه شان وشي.

دجان اڅکزي په خبره ددغه ګام اخستو له مله په ملک کې د دهشت ګردۍ په پېښو کې کمی ﺭاغلی دی اؤ نوی حکومت به افغانستان سره په پوله د اوښتو را اوښتو لپاره د ویزې اؤ پاسپورټ شرط عملي کوي.

دجان اڅکزي په دغه مهال ویلي وؤ چې د حکومتي اقداماتو له امله د چمن او سپين بولدک تر منځ دﺭواﺯه د تجاﺭت په مخ خلاصه کړل شوه خو د پرلت وياند عبدالصادق اڅکزی وایي چې د حکومت دغه يواﺯي دعوې دې دلته په چمن کې د قبایلو مخوﺭو او علماؤ يوې کميټې د دوي سره د منځګړتوب په توګه خبرې وکړې او دوي خپل پرلت ﺭوان ساتلی دی خو لاﺭې یې خلاصې کړې دي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG