لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزی: که د چمن پرلت غوښتنې ونه منل شوې د ډېورنډ په کرښه لګېدلي تار ته لاس اچوو


د چمن په پوله د تېر کال ‏‎20‎م اکتوبر راهسې په پوله په پاسپورټ او ويزه د تګ راتګ پرضد احتجاجي پرلت دوام، یاد پرلت ته په وینا کې د پښتونخوا ملي ‏عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي که چري حکومت د چمن د احتجاج کوونکو غوښتنې نه مني نو د سيمې د خلقو د لښکرسره به د ډېورنډ په ‏کرښه لګيدلي اغزن ته تار ته اول هغه لاس ور اچوي او بيا چې د پاکستان حکومت ورته کومه سزا ورکوي هغه ورته تیار دی. ‏

محمود خان اڅکزی پرون د شورو- چارشنبې په ورځ په چمن ښار کې د تېرو څلورو مياشتو څخه دوامداره احتجاجي پرلت ته ورغلی وو. دغه احتجاج د ‏پاکستان د چمن او د افغانستان د سپین بولدک ترمنځ سفر دپاره د پاسپورټ او ويزې د شرط خلاف دوام لري.‏

خو په بلوچستان صوبه کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي په وینا د پاکستان حکومت د تېر کال د لومړی نومبر څخه د چمن په پوله د ‏افغانستان سره د تګ راتګ دپاره پاسپورټ عملي کړی دی.‏

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د چمن احتجاج کوونکو ته په وینا کې ويلي، د چمن پرامن پرلت کې شريک د زرګونو په شمېره کې ‏د خلکوغوښتې نه منل حکومت د سيمي خلک پر دغه مجبوره کوي چې دغه خلک جرګه او لښکر وکړي او په ډېورنډ کرښه لګېدلی ازغن تار د مينځه لرې ‏کړي اول به هغه دغه تار ته لاس اچوي.‏

اڅکزي وويل، "زه د کلې اډه کهول وسيدونکې يم زما هديره د تار پر ابله خوا پاته شوې ده او ته به وماته وایې چې پر پاسپورټ به ځې"، هغه وویل څوک هم ‏دغه پرېکړې منلو ته تیار نه دی.‏

ښاغلي اڅکزي د پرلت ګډون ته په وینا کې ویلي، هغه ته دې دوې اوونۍ وخت ورکړي نوی حکومت جوړيږی دی به ورسره دغه مسله شريکوي او هواروي ‏به یې.‏

د پاکستان حکومت د کال 2023م د نومبر څخه په پوله د پاسپورټ عملي کولو ويلي، خود حکومت دد غه پريکړې په ضد ال پارټيز تاجر لغړي پرلت کوي ‏او د حکومت نه د دغه پرېکړې بيرته اخستلو غوښتنه کوي، او وايي چې د چمن شناخت کارډ او سپين بولدل پر تذکره باندې دې دوی ته تګ او راتګ اجازه ‏ورکړي. ‏

که څه هم محمود د خان اڅکزي تازه بيان ته حکومت کوم غبرګون نه دی ویلي، خو د بلوچستان د حکومت وياند جان اچکزي مخکې ویلي وو چې د چمن ‏پرلت د سياسي او مذهبي ګوندو لخوا د خپلو سياسي ګټو دپاره کاﺭول کيږي.‏

‏ جان اڅکزي د جنورۍ پر 15مه په کوټه کې په يوه خبري غونډه کې ویلي وو چې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط په سختۍ ‏سره عملي کيږي او هېچا ته له اسنادو پرته د سفر اجازه نه ورکوي.‏

‏ محمود خان اڅکزي پرلت ته په وينا کې زياته کړې، د پاکستان او افغانستان د چمن پر پوله د خلکو تګ راتګ پر پاسپورت کول ورته منظور نه دي.‏

په وروستیو کې د چمن د پرلت وياندعبدالصادق اڅکزی په چمن کې د پاسپورټ د دفتر مخې بندولو په تور د درېو کسانو سره نیول شوی او بيا د سخت ‏احتجاج وروسته دوی خوشي کړل شوي وو.‏

د چمن پرلت کونکو د تېرودرېو مياشتو راهسې د سپين بولدک او چمن لویه لاره باب دوستي هم بنده ساتلې ده چې له امله یې هر ډول تجارتي او ټرانزټې ‏چارې په ټپه ولاړې دي.‏

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG