لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن: پرلتوالو په روژه کې د شپې پرلت پیل کړی، وایي که غوښتنې یې ونه منل شي "سېول نافرماني" کوي


د افغانستان او پاکستان تر منځ پر بولدک چمن لار د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد له تېرو پینځو میاشتو راهیسې روان احتجاج په روژه کې د شپې مهال وي او په خلک په پرلت ناست وي، وایي د دوی غوښتنې دې ومنل شي او نوﺭ سخت احتجاج ته دې یې نه مجبوﺭه کوي.

په چمن کې د خپلو غوښتنو دپاﺭه احتجاجي پرلت د ﺭوژې په مياشت کې د شپې په مهال ﺭوان وي، په دغه پرلت کې اوس هم په ﺯيات شمېر هغه ځايي خلک شريک وي چې ﺭوﺯګاﺭ یې د چمن او سپين بولدک تر منځ دﺭواﺯې سره تړلی دی.

د چمن اوسېدونکی عبدالظاهر مخکې د وﺭځې هم په پرلت کې ګډون کاوه خو اوس د شپې مهال هم په دې هیله په پرلت کې شريک وي چې د خپل ﺭوﺯګاﺭ په خاطر د چمن دﺭواﺯې د خلاصون ﺯېری واوﺭي خو ډېر ناامیده ښکاري:

"د ماښام او د پېشلمي د خوﺭاک اخیستلو پیسې نه لرو، پخوا به ولاړو باډﺭ ته چانس کې مې غوټه ﺭاوړل هغه کاﺭ د شپزو مياشتو ﺭاهیسې بند پاته دی، دغه پرلت ﺭوان دې وﺭته ﺭاځو خو ﺯموﺯ مسله نه حل کیږي، اوس مې ژوند ډېر تريخ دی ځانوژنې ته مجبوﺭه يو".

د پاکستان حکومت د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کړی دی خو وايي‌ په چمن کې به له هغو کسانو سره مالي مرسته وکړي چې د لارې بندېدو په وجه اغېزمن شوي دي خو د ځایي خلکو په وينا دغه د مرستو حکومتي اعلان يواځې اعلان وو.

د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزي وي او اې ډيوه ته وویل، چې له مجبورۍ یې خپل احتجاج په ﺭوژه کې ﺭوان کړی دی ځکه چې وایي د بولدک او چمن لارې له بندېدو وروسته په تېرو شپږو میاشتو کې ولس ته سختې اقتصادي ستونځې ورپېښې دي.

د صادق اڅکزي په خبره د پاکستان پر حکومت د فشاﺭ ﺭاوستلو لپاﺭه د چمن ځایي خلکو د پاسپوﺭټ او ویزې د پرېکړې د بیرته اخیستو په ضد سخت احتجاجونه وکړل خو وایي حکومت پر خپله پرېکړه ولاړ دی ځکه نو دوی اوس د سېول نافرمانۍ شروع کولو ته مجبوﺭه دي:

"په تاﺭيخ کې د پښتانه قام دومره اوږد احتجاج د خپلو غوښتنو لپاﺭه په يوه ځای کې نه دی شوی، موږ اوس هم د صبر خبرې کوو خو يوه خبره واضح کوو بله لاﺭه ﺯموږ لپاﺭه نه سته که اوس په دې روژه کې حکومت ﺯموږ لپاﺭه لاﺭه خلاصه نه کړه بيا به موږ جنګ هم کوو او سېول نافرمانې به شروع کوو".

د کندهار له سپین بولدک سره پر پوله پروت د بلوچستان سرحدي ښار چمن یو لوی تجارتي ښار دی او د زرګونو خلکو تجارت یې له پولې سره تړلی دی، خو د تېر کال د اکتوبر له 20مې راهیسې د دې ښار د ټولو ګوندونو او تاجرانو ګډ «لغړي اتحاد» د پاسپورټ او ویزې لازمي کولو خلاف په احتجاج بوخت دي.

دغه احتجاج کوونکي د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره پر پوله د ازاد تګ راتګ غوښتنه کوي. د پاکستان تېر نګران حکومت له افغانستان سره تګ ﺭاتګ پر پاسپوﺭټ کولو پريکړه کړې وه.

له چمن څخه د بلوچستان اسمبلۍ غړی او د اسمبلۍ ټاکل شوی سپيکر کېپټن عبدالخالق اڅکزی دوې اوونۍ مخکې دغه پرلت ته ﺭاغلی وو او په خپله وينا کې یې وويل د پرلتوالو غوښتنې به ډېر ژﺭ ومنل شي. د نوموړي په خبره له اعلی چاﺭواکو سره يې خبرې ﺭوانې دي او دا ستونځه به ضرور حل کوي.

په دې لړ کې د پرلت کوونکو او حکومتي چارواکو تر منځ مخکې څو ځله خبرې هم شوې دي خو حکومت وايي له خپلې پرېکړې نه پر شا کېږي او پاسپورټ ویزه یې د خپل امن لپاره مهم بللي دي.

د حکومت او د پرلتوالو تر منځ د منځګړې جرګې مشر مولوي حافظ يوسف پرلت ته په خپله وينا کې وويل چې دواړه ګاونډي حکومتونه دې په خپل منځ کې سره کښېني او د دوه اړخيزه خبرو له لاﺭې دې د سيمې د خلکو دغه ستونځې حل کړي:

"حکومتونه دې په خپل منځ کې سره کښېني کوم مشکلات چې دوی سره لري هغه باید حل کړي، بيا لکه دغه 76 کاله چې دلته اﺯادانه د خلکو تګ ﺭاتګ سره ﺭوان وو هغه دې شروع کړي".

دغو پرلت کونکو د تېر کال د نومبر پر 20مه د چمن او سپين بولدک تر منځ لویه لاﺭه د تجاﺭت لپاره هم بنده کړې وه چې له کبله یې په سلګونو مال برداﺭ ټرکونه بند پاته وو خو بيا د ثالثې جرګې او پرلتوالو ترمنځ له خبرو وﺭوسته لاﺭه خلاصه کړل شوه او تجارتي ټرکونو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG