لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چمن پرلت یوه ډله بیا د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللې او له سیاسي مشرانو سره یې لیدلي


د چمن احتجاجي پرلت کمېټۍ غړي اسلام اباد ته تللي او هلته د جمعيت علماء اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن، د پښتونخوا ملي‌ عوامي‌ ګوند له محمود خان اڅکزي او اپوﺯيشن ليډﺭ عمر ايوب سره ليدلي او د چمن سپين بولدک پر دروازہ د شناختي کارډ او تذکرې د عملي‌ کېدو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د پرلت کمېټۍ وياند عبدالصادق اڅکزی وایي، په دغه خبرو کې مشرانو وﺭته وويل چې د خپلو ستونځو د حل کولو لپاﺭه د حکومت له اعلي چاﺭواکو سره خبرې وکړي. د چمن پرلت له تېرو 168 وﺭځو ﺭوان دی او له حکومته پر پوله د ویزې او پاسپورټ شرط ختمېدو غوښتنه کوي.

په چمن کې د ﺭوان پرلت يوه اووه کسيزه ډله د اپرېل پر څلورمه اسلام اباد ته تللې او هلته یې له سياسي مشرانو سره په حکومت د خپلو غوښتنو د منلو لپاﺭه د مرستې او ملاتړ تر لاسه لپارہ ناستې پيل کړې دي.

د پرلت وياند عبدالصادق اڅکزی هم په دغه ډله کې شامل دی، هغه وې او اې ډيوه ته وويل چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جميعت علماء اسلام او تحریک انصاف اپوزیشن ليډﺭ ورته ډاډ ورکړی او وعده یې ورسره کړې چې د چمن د ولس دغه ستونځه به حل کوي او له حکومتي اعلی چاﺭواکو سره به په دې لړکې خبرې کوي:

د پرلت کمېټۍ ډله په اسلام اباد کې له محمود خان اڅکزي سره.
د پرلت کمېټۍ ډله په اسلام اباد کې له محمود خان اڅکزي سره.

"د چمن د خلکو مشکلات مې وﺭته کښېښوول هغو تسلي ﺭاکړې چې ستاسو ددغې ستونځې د حل کولو لپاﺭه به د اعلي چاﺭواکو سره ليدل کوو، مولانا صاحب ﺭاته وويل ستاسو غوښتنې تر ډېره حده پوﺭې منل شوې دي که بيا هم ونه منل شي ﺯه به هم ستاسو سره په پرلت کې کښېنم ".

د چمن پرلت احتجاج کوونکي وایي د پاکستان حکومت لخوا د افغانستان سره تګ ﺭاتګ په پاسپوﺭټ او ويزه کولو د پرېکړې له امله د پولې دواړو غاړو خلک د اﺯغن تاﺭ له کبله په خپل منځ کې تګ ﺭاتګ نه شي کولای او د سيمې په ﺯﺭګونو خلک له بېروﺯګاﺭۍ سره مخامخ شوي دي.

د پاکستان حکومت افغانستان سره د تګ ﺭاتګ لپاره پاسپوﺭټ او ويزه د تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې لازمي‌ کړي او عملي کړي دي..

د بلوچستان وﺯيراعلی سرفراﺯ بګټي د ماﺭچ پر 20مه په کوټه کې د ځوانانو يوې غونډې ته په وينا کې ویلي وو، ځایي خلک سعودي ته د حج لپاﺭه په پاسپوﺭټ او ويزه ځي خو افغانستان ته اﺯادانه تګ کول غواړي، وایي دا ناممکنه ده او د پاکستان او افغانستان د خلکو تګ ﺭاتګ به له نړیوالو اصولو سره سم په پاسپوﺭټ او ويزه باندې وي.

د پرلت کمېټۍ ډله په اسلام اباد کې له مولانا فضل الرحمان سره.
د پرلت کمېټۍ ډله په اسلام اباد کې له مولانا فضل الرحمان سره.

د چمن پرلت يو مشر غوث الله اڅکزی وایي په اسلام اباد کې ﺭوانې خبرې د دوی اخري اميد دی، وایي دوی ډېر انتظاﺭ وکړ چې حکومت یې غوښتنې ومني خو اوس یې انتظار ختم شو:

"موږ هم د کوچنیانو هم د سپین ږیرو او هم د معذورانو احتجاجونه وکړل خو د قانون په دایره کې هم ﺯموږ غوښتنې د پاکستان حکومت نه مني، که اسلام اباد ته ﺯموږ د تللو ملګرو خبرې نه ومنل شوې بيا موږ هغه قدم اخلو چې نړۍ به د پاکستان پر حکومت وخاندي چې له خپلو ښاﺭيانو څه وﺭسره وکړل ".

په چمن کې دغه پرلت اوس هم ﺭوان دی او د شپې په مهال عادي خلک په غټ شمېر کې شريک وي، خلک وایي‌ د پاکستان حکومت ددغې پرېکړې له امله دوی له بېروﺯګاﺭۍ سره مخامخ کړي دي او د خپلو بچیانو لپاﺭه د خوﺭاک بندوبست نه شي کولای:

"روژہ ختمه شوه اختر راغی ﺯموږ کوچنیان د اختر جامې غواړي خو له موږ سره د دوی د خوﺭاک پیسې نه سته، اوس موږ د دوی لپاﺭه د اختر لواﺯمات له کومه کړو، موږ د حکومت څخه ﺭوﺯګاﺭ غواړو".

د پاکستان حکومت تېر کال د اکتوبر پر دﺭيمه په پاکستان کې په ناقانونه توګه د اوسېدونکو کډوالو د ايستلو له پرېکړې سره دغه پريکړه هم وکړه چې له افغانستان سره تګ ﺭاتګ به له دې وروسته په پاسپوﺭټ او ويزه باندې وي.

د حکومت د دغې پرېکړې په ضد بیا د اکتوبر پر 20مه په چمن کې د ټولو ګوندونو او تاجرانو ګډ اتحاد احتجاجي پرلت پیل کړی چې شاوخوا دﺭې مياشتې یې د پاکستان او افغانستان تر منځ دﺭواﺯه هم د تجاﺭت لپاره بنده کړې وه.

محمود خان اڅکزی او د تحریک انصاف ګوند یو مشر ګوهر ایوب په اسلام اباد کې د پرلت کمېټۍ له ډلې سره.
محمود خان اڅکزی او د تحریک انصاف ګوند یو مشر ګوهر ایوب په اسلام اباد کې د پرلت کمېټۍ له ډلې سره.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG