لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: داعش په شام کې ځان بیا مضبوطوي


د امریکې او د ملګرو ملتونو په اندازو کې د لوی فرق باوجود د ترهګرۍ خلاف ګڼ شمېر چارواکي او تجزیه نګار وايي داعش هغه شان او شوکت چې شپږ اته کاله مخکې یې و او د شام او عراق په لویو سیمو يې واک اختیار قایم کړی و
د امریکې او د ملګرو ملتونو په اندازو کې د لوی فرق باوجود د ترهګرۍ خلاف ګڼ شمېر چارواکي او تجزیه نګار وايي داعش هغه شان او شوکت چې شپږ اته کاله مخکې یې و او د شام او عراق په لویو سیمو يې واک اختیار قایم کړی و

داعش وسله واله ډله داسې ښکاري چې په شام کې خان بیا په ورورو مضبوطوي او د صدر بشارالاسد د خواکونو خلاف نوي او زړورې حملې کوي. دا خبره د وسله والو په فعالیتونو نظر ساتونکي یوې غېر حکومتي ادارې په خپل یو تازه رپورټ کې کړې ده.

کاونټر اېکسټریمېزم پراجېکټ، سي ايي پي، نومې ادارې دا هفته شایع شوي خپل رپورټ کې وویل په مزکري شام کې دا میاشت داعش د ۶۹ حملو تصدیق شوی دی.

د داعش په دغو حملو کې د شام ۸۴ عسکر او ۴۴ ملکي کسان وژل شوي دي.

د سي ايي پي د رپورټ ترمخه د کال ۲۰۱۷ راهسې کله چې داعش د مرکزي شام واک اختیار دلاسه ورکړو مارچ د ټولو نه زیاته خونړۍ میاشت وه، د داعش وړو وړو ډلې د شام د حکومت په ضد کامیابې حملې وکړې، عسکر يې ونیول او ويې وژل.

په داسې وخت کې چې د نړۍ توجه په افغانستان کې د داعش څانګې ته اوړېدلې ده چې په ماسکو کې پې ته تېرې میاشت د حملې الزام هم لګول شوی، سي ايي پي یوازنۍ اداره نه ده چې په شام کې د داعش د فعالیتونو په اړه يې خبرداری کړی دی.

د سي ايي پي نه علاوه کرد پلوه روجافا نومې د اطلاعاتو مرکز دا هفته په خپل جدا رپورټ کې وویل داعش د شام په هغو سیمو کې خپلو حملو ته دوام ورکړی چې د امریکې په ملاتړ جنګېدونکو سیرین ډېموکرېټېک فورس د معمولې واک اختیار دلاندې دي.

د رجافا د رپورټ ترمخه، د مارچ په میاشت کې داعش ۲۷ حملې وکړې، د فېبرورۍ په میاشت کې یې ۲۶ او د جنورۍ په میاشت کې يې ۱۶ حملې کړې وې. د داعش په حملو کې زیاته توجه د اېس ډي اېف ځواکونو په مرکزونو وه.

داعش د زیاتېدونکو حملو په اړه تشویش نوی نه دی.

د اېس ډي اېف د سیاسي چارو مسولین د سږکال د جنورۍ په میاشت کې وي او ای ته ویلي وو چې د داعش په فعالیتونو کې ډیره اضافه شوې ده چې په کې د شام د حکومت او د اېس ډي اېف د واک اختیار دلاندې سیمې شاملې دي.

امریکايي چارواکو په اړه د شک اظهار کړی چې داعش په شام کې په ممکنه توګه بیا راژوندی کېږي.
د امریکې د نېشنل کاونټر ټېرېرازم سېنټر ډریکټرې کرېسټین ابيزید دا هفته په یو پاډکاسټ کې وویل داعش داسې ډول صلاحیت ترلاسه کولو کې مشکل لري چې امریکا ورته توجه وکړي.

د امریکې د وروستيو استخباراتي اندازو ترمخه په شام او عراق کې د داعش د وسله والو شمېره د ۱۰۰۰ نه زیاته نه ده چې په کې جنګ کوونکو وسله وال، سهولت کار او مالي مرسته کوونکي شامل دي.

په نړیواله کچه د ترهګرۍ د خطر په اړه خپله اندازه کې د امریکې استخباراتي ادارې افس اف دي ډرېکټر اف نېشنل انټېلېجنس خبرداری وکړو چې که څه هم داعش په نړیواله کچه د ترهګرۍ یو مرکزي تنظیم دی خو په تېرو څو کلونو کې د مشرانو د وژل کېدو په دې مجبور کړی چې په خپلو علاقايي څانګو انحصار وکړي.

خو په دې اړه د ملګرو ملتونو رپورټ چې د غړو هېوادونو د استخباراتي معلوماتو په بنیاد جوړ کړی شوی او د جنورۍ په میاشت کې شایع شوی، په کې د امریکايي اندازې نه مختلف نظر وړاندې شوی دی.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې خبرداری شوی چې داعش په شام او عراق کې اندازً د ۳۰۰۰ نه واخلې تر ۵۰۰۰ پورې وسله وال لري او د شام مزکري صحرايي علاقه د داعش د ۵۰۰ نه تر ۶۰۰ پورې وسله والو د رسد د فعالیتونو مرکز دی.

د امریکې او د ملګرو ملتونو په اندازو کې د لوی فرق باوجود د ترهګرۍ خلاف ګڼ شمېر چارواکي او تجزیه نګار وايي داعش هغه شان او شوکت چې شپږ اته کاله مخکې یې و او د شام او عراق په لویو سیمو يې واک اختیار قایم کړی و.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG