لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د ټي 20 نړیوال کپ لپاره د راشد خان په مشرۍ خپله 15 کسیزه لوبډله اعلان کړه


افغانستان د جون د میاشتې څخه په ویسټ انډیز اؤ امریکا کې د ټي 20 نړیوال کپ 2024م لپاره د راشد خان په مشرۍ کې خپله 15 کسیزه د کرکټ لوبډله اعلان کړې ده.

د 2022م د ټي 20 کرکټ سیالیو لپاره د وړاندې نه جوړې کړل شوې لوبډله کې دا ځل یو څه بدلونونه راوستل شوي اؤ کریم جنت، محمد اسحاق اؤ نور احمد هم په لوبډله کې اخستل شوي دي.

حشمت الله شاهدي چې پروسکال یې د آي سي سي مینز کرکټ نړیوال کپ په سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې مشري کړې وه، سږکال له دې سیالیو بهر ساتل شوی.

20 کلن ننګیال خروټی هم دا ځل د ټي 20 لپاره جوړې کړل شوې لوبډله کې ځای کړل شوی دی.

په سپینرانو کې راشد، مجیب الرحمان، نور احمد اؤ ننګیال خروټی اؤ محمد نبي اخستل شوي دي اؤ په فاسټ بالرانو کې بیا نوین الحق، فرید احمد اؤ فضل الحق فاروق ته موقع ورکړل شوې ده.

د افغانستان لوبډله کې څوک دي؟

په دې 15 کسیزه لوبډله کې به رحمت الله ګربز د وکټ کیپر په توګه ذمه وارۍ ترسره کوي اؤ ددې تر څنګ پکې ابراهیم ځدران، عظمت اللہ عمرزئ، نجیب اللہ ځدران، محمد اسحاق، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشد خان (کپتان)، ننګیال خروټی، مجیب الرحمان، نور احمد، نوین الرحمان حق، فضل الحق فاروقی اؤ فرید احمد شامل دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG