لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيره غازي خان: په پولیس څوکۍ د ترهګرو ډله ییز برید کې 7عسکر ژوبل شوي


پولیس چارواکي وايي، د پنجاب په ډیره غازي خان سیمه کې ترهګرو د پولیسو په یوه پوسته یا څوکۍ ډله ییز برید کړی چې پکې اووه پولیس عسکر ژوبل شوي دي.

د سیمې یو لوړ پوړي پولیس افسر(ار پي او) سجاد حسن د شورو-چهارشنبې په ورځ بیلابیلو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې ترهګرو دا برید تېره شپه د ډیره غازي خان د تونسه سیمې په جهنګي پولیس پوسته کړی اؤ درنې وسلې یې کارولي دي.

هغه منلې چې په برید کې اووه پولیس عسکر ژوبل شوي چې د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

نوموړي پولیس افسر ویلي ترهګرو غوښتل چې په پولیس څوکۍ قبضه وکړي خو وایي پولیسو د هغوي برید ته چټک ځواب ویلی اؤ په وسله وال یې په شا تمبولي دي.

د پنجاب پولیس د بیان له مخې په دغه برید کې له 15ؤ نیولي تر 20ؤ ترهګر شامل وؤ چې هغوي راکټ لانچرې، لاسي بمونه اؤ د شپې تیاره کې لېدونکې عصري وسلې کارولي دي.

د جهنګي پولیس څوکۍ په تونسه سیمه کې د خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو په برید پرته ده.

د پنجاب صوبې وزیراعلا مریم نواز اؤ د پولیسو مشر ډاکټر عثمان انور پخپلو بیلابیلو بیانونو کې د برید په ناکامولو د پولیسو مړانه ستایلې اؤ د ترهګرۍ خلاف د کوټلې مبارزې هوډ یې ښودلی دی.

آي جې عثمان انور د برید په شنډولو پولیسو لپاره د انعام اعلان هم کړی دی.

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو د څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) د رپورټ له مخې پاکستان کې د اپرېل په مياشت کې وسله وال بريدونه ‏‎38‎‏ فيصده سېوا شوي.

رپورټ وایي تېره میاشت په ټول ملک کې په ‏‎77‎‏ وسله والو حملو کې د ‏‎31‎‏ امنيتي ‏کسانو په ګډون ټول ‏‎70‎‏ تنه وژل شوي او په ټولو ‏‎77‎‏ حملو کې ‏‎73‎‏ فيصده، ‏‎56‎‏ بريدونه يواځې په خېبرپښتونخوا کې شوي دي.‏

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په کوئټه کې جوړه شوې ادبي مېله پای ته ورسېده - اهم ټکي یې څه و؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG