لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آي ایم ایف اؤ پاکستان تر منځ د پور نوي پروګرام لپاره د مذاکراتو مهال ویش جوړ کړل شوی


د پاکستان اؤ آي ایم ایف تر منځ د لنډ مهاله پور د پروګرام سرته رسېدو وروسته په ستره اؤ اوږد مهاله قرضه د پاکستان اؤ نړیوالې مالیاتي ادارې ترمنځ د مذاکراتو مهال ویش یا شېډول ټاکل شوی دی.

څېړونکي وایي چې پاکستان ته درنې قرضې بېرته ستنول اؤ په اخستل شوؤ قرضو سودونه ورکول ورپغاړه دي اؤ ددې لپاره ورسره آي ایم ایف نه د پور د یو بل پروګرام اخستو پرته بله لار نه شته.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خزانې د وزارت د سرچینو له خولې ویلي چې د آي ایم ایف ډله به د پور په نوي پروګرام د خبرو لپاره په 15مئ پاکستان ته رارسیږي.

رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان اؤ آي ایف ایم به وړومبی د پور په تیکنیکي اړخ خبرې کوي اؤ بیا به د پالیسۍ په کچه مذاکرات کیږي.

د پاکستان د خزانې وزارت سرچینو ویلي چې د پور دا نوی پروګرام به له 6ؤ نیولی تر 8 اربه ډالرو پورې وي اؤ موده به یې درې کلنه یا تر دې هم زیاته وي.

ډاڼ ورځپاڼه لیکي چې د پور ددې نوي پروګرام لپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې له لوري پاکستان ته د سختو شرطونو اېښودلو امکان دی.

څېړونکي وایي چې پاکستان ته درنې قرضې بېرته ستنول اؤ په اخستل شوؤ قرضو سودونه ورکول ورپغاړه دي اؤ ددې لپاره ورسره آي ایم ایف نه د پور د یو بل پروګرام اخستو پرته بله لار نه شته.

د اقتصادي چارو څېړونکي محمد الیاس ډیوه سره خبرو کې وویل ترڅو چې پاکستان خپل برامدات سیوا کړي نه وي اؤ سیمه ییزې وسیلې یې نه وي لټولې تر هغې د آي ایم ایف دروازه ټکول د پاکستان یوه مجبوري ده.

هغه وایي" پاکستان د بیلابیلو ملکونو اؤ ادارو نه درنې قرضې اخستي چې په هغې ورته سود ورکول ورپغاړه دي اؤ هم یې د زیاتره قرضو د ستنولو موده سرته رسېدلې ده ، خو پیسې پاکستان سره نشته ،نو لازمه ده چې آي ایم ایف ته به ځي اؤ د آي ایم ایف له لوري شرطونه به هم پاکستان ته زیات اسان نه وي بلکې دومره مشکل به وي چې حکومت به یې په پوره کولو کې د یو امتحان سره مخ کیږي"

محمد الیاس وایي د نوي قرضې اخستو لپاره به په ممکنه توګه پاکستان ته د توانایۍ بیعې نورې لوړول اؤ ټیکسونه لګول وي اؤ ددې بوج به نیغ په نیغه په ولس راځي.

نوموړی زیاتوي پاکستان ته د خپل اقتصاد پیاوړي کولو لپاره له خپل انده ګامونه اخستل اؤ ځایي وسیلې پیدا کول پکار دي اؤ په دې لړ کې ضروري ده چې د خسارې سره مخ ادارې شخصي څانګې ته ورکړي ،په ادارو کې اصلاحات رامنځته کړي اؤ د اقلیمي بدلونونو د مقابلې لپاره ګامونه واخلي.

پاکستان په تېرکال د جولاي میاشت کې د آي ایم ایف نه د نهو میاشتو د لنډې مودې د پور پروکرام ترلاسه کړی ؤ اؤ څېړونکي وایي چې ددغه پور لپاره آي ایم ایف پاکستان ته څه شرطونه یا اهداف ایښي وؤ پاکستان هغې ته سنجیده پاتې شوی اؤ ټول اهداف یې په کامیابۍ سره ترلاسه کړي.

د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف له لوري د پاکستان دولتي بانک ته د لنډ مهاله پور پروګرام د وروستي قسط یو ارب اؤ 10 کروړه ډالر اوړمه ورځ ترلاسه شوي وؤ.

آي ایم ایف پخپله اعلامیه کې ویلي وؤ چې پاکستان پاکستان ته به د حکومت د ملکیتي ادارو اصلاحات په مخکې وړل اؤ د پالیسۍ په کاري چوکاټ کې چلول وي.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په 16م اپریل واشنګټن کې خپله یوه مرکه کې ویلي وو چې پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د اقتصادي ‏اصلاحاتو د پروګرام لپاره د اربونو ډالرو د پور په یو نوي تړون خبرې پيل کړې دي.‏

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG