لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سپر ليګ: لاهور قلندر لوبډلې پرله پسې پينځمه لوبه هم بايللې


د پاکستان سپر ليګ (پي اېس اېل نهم) په روانو مقابلو کې د لاهور قلندر لوبډلې پرله پسې په پينځم ځل ماتې خوړلې، په پينځمه سيالۍ کې ورته د ‏پېښور زلمي لوبډلې په اتوو رنزو ماتې ورکړې ده.‏

د پي اېس اېل په بله سيالۍ کې د ملتان سلطان لوبډلې کوټه ګلېډي اېټرز ته په ‏‎13‎‏ رنزونو ماتې ورکړې ده.‏

د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پېښور زلمي او لاهور قلندر ترمنځ ترسره شوې سيالۍ پچه/ ټاس د لاهور لوبډلې ګټلی او لمړی بالينګ یې اخستی وو. ‏

د پېښور زلمي لوبډلې په لومړي بيټنګ کې صايم ايوب ‏‎88‎‏ رنزونه، بابر اعظم ‏‎48‎‏ او رومن پوويل ‏‎46‎‏ رنزونه جوړ کړي او په ټاکلو ‏‎20‎‏ اوورونو کې په څلورو ‏لوبغاړو اوټ کېدو، لوبډلې ټول ‏‎211‎‏ رنزونه جوړ کړي وو

په ځواب کې د لاهور قلندر لوبډلې د رېسي وېن ډر ډويسن د ‏‎104‎‏ رنزونو جوړولو باوجود يادې لوبډلې په ټاکلو ‏‎20‎‏ اوورونو کې په شپږو لوبغاړو اوټ ‏کېدو ‏‎203‎‏ رنزونو جوړ کړي او اتوو رنزونو یې ماتې خوړلې ده.‏

د لاهور لوبډلې له دې وړاندې څلور سیالۍ بايللې دي.‏

د پي اېس اېل بله سيالي چې د کوټه ګلېډي اېټرز او ملتان سلطان ترمنځه شوې، لومړی بېټنګ د ملتان لوبډلې کړی او په ټاکلو ‏‎20‎‏ اوورونو کې یې په اتوو ‏لوبغاړو ‏‎180‎‏ رنزونه جوړ کړي وو.‏

په ځواب کې د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې په نهه لوبغاړو سوځېدو ‏‎167‎‏ رنزونه جوړ کړي، او په 13 رنزونو یې سيالي بايللې ده.‏

تراوسه پورې د پي اېس اېل په ترسره شوو سياليو کې ملتان سلطان په پينځوو سياليو کې څلور ګټلي يوه یې بايللې ده، کوټه ګلېډي اېټرز په څلورو ‏سياليو کې درې ګټلي، د کراچي کنګز په درېو سياليو کې دوه ګټلي، د پېښو زلمي په څلورو سياليو کې دوه ګټلي، د اسلام اباد يونايټډ په درېو سياليو ‏کې يوه ګټلې او دفاعي چېمپين لاهور قلندر پينځه سيالۍ کړي او ټولې یې بايللي دي.‏

نن د ګل/دوشنبې په ورځ د پېښور زلمي او اسلام اباد يونايټډ لوبډلې مخامخ کيږي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG