پاکستان د جمعې په ورځ د چین په مرسته یوه مصنوعي سیاره خلا ته ولېږله چې د سپوږمۍ د کمې دریافت شوې جنوبې برخې د سطحې نه به نمونې را اخلي. دا مشن د دواړو ملکونو د خلايي تحقیق په برخه کې د زیاتېدونکي همکارۍ عکاسي هم کوي.
د چین لانګ مارچ فایو نومې خلايي راکټ د وېنچېنګ سپېس لانچ سېڼټر یا خلا ته د راکټونو لېږلو مزکر نه پورته شو چې د چین د اته مېټرک ټنه چېنک ايي سپږم نومې تحقیقاتي سیاره يې د ځان سره اوچته کړه.
که دا خلايي مشن کامیاب شي نو چین په دنیا وړمبی ملک وي چې د سپوږمۍ د جنوبي قطب نه به نمونې ترلاسه کړي. د سپوږمۍ جنوبي قطب چې د سپوږمۍ لرې اړخ هم بلل کېږي نه ځمکې نه نه ليدل کېږي.
چېن ايي شپږم به په خلا کې ۴۸ ګنټې تېروي او د سپوږمۍ د سطحې نه به تر دوه کلوګرامه نمونې راخلي او بیا به په منګولیا کې ځمکې ته ستنېږي.
چين په ورمبي ځل په کال ۲۰۱۸ کې سپوږمۍ ته د انسان نه بغېر سیاره لېږلې وه خو چېن ايي څلورم س څه نمونې نه وې ترلاسه کړې. هندوستان د دنیا وړمبی ملک دی چې د سپوږمۍ په جنوبي مخ يې د تېر کال د اګست په میاشت کې چندریان دریم نومې سیاره کښېنوله.
چېن ايي شپږم د پاکستان، اټلي، فرانس او د یورپيڼ یونین سپېس اېجنسۍ کارګو یا شیان د ځان سره روان کړی دی.
په اسلام اباد کې مېشته د انسټېټیوټ اف سپېس ټېکنالوجي ترمخه، د پاکستان د سیارې نوم ايي کيوبک قمر دی چې په اینده پېنځو ورځو کې به د سپوږمۍ په مدار کې پرېښودل شي او د دریو نه تر شپږو میاشتو پورې د سپږومۍ چاپېره ګردش کوي او د تحقیقي مقاصدو دپاره د سپوږمۍ د سطحې نه تصویران اخلي.
د پاکستان ايي اېس ټي ايي کیوب قمر د هېواد د خلايي تحقیق ادارې سپارکو او د چین شېنګايي یونیورسټۍ په مرسته تیار کړی دی.
د چین د خلايي مرکز نه د پاکستاني سیارې د پورته کېدلو منظر د پاکستان په حکومتي ټېلې وېژن په ژوندۍ بڼه ښودل کېدو.
د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف خلا ته د پاکستانۍ سیارې لېږل کېدل تاریخي سنګ میل وبللو او ويې وېل د دې دلارې به ملک خلا ته د مواصلاتي سیارو د لېږلو صلاحیت هم ترلاسه کړی شي.
د اطلاعاتو د وزارت ترمخه، شهبازشریف وویل د سیارې د لېږلو دلارې به په ساینسي تحقیق، اقتصادي پرمختګ او د قومي سلامتیا په برخو کې به هم ترقي وشي. هغه د چین او پاکستان د همکارۍ ستاینه وکړه.
Forum