لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د وسله والو په ډزو دوه نرښځیان ژوبل شوي 


په پېښور کې په نرښځیانو یوه بله وژونکې حمله شوې ده چې پکې دوه نرښځیان سخت ژوبل شوي دي. ډاکټران د یو نرښځي حالت مرګونی ښیي.

په پېښور کې د نرښځیانو د سازمان یو مشر ارزو خان وي او ای ډيوه ته دا پېښه تایید کړې اؤ وایي دا نرښځیان د جمعې په ماسخوتن د پېښور کوهاټ اډې سره نزدې د وسله والو په یو برید کې ژوبل شوي دي.

ارزو وایي د ژوبل شوؤ نرښځیانو نومونه مهک اؤ جیا دي چې یو پکې د پېښور اؤ بل د نوښار اوسېدونکی دی .

په پېښه کې ژوبل شوي نرښځيان د علاج لپاره د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته رسولي اؤ د یاد روغتون ویاند عاصم خان ډیوه ته ویلي چې جیا نومې نرښځی درې ډزې لګیدلی اؤ ډاکټران یې حالت د ډاډ وړ نه بولي خو وایي بل نرښځی مهک بیا په پښه یوازې یو ډز لګیدلی اؤ حالت یې ښه دی.

دا چې دا برید چا کړی اؤ پولیسو یې پر ضد څه اقدام کړی؟ ډیوه ددې معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د اړونده پولیس تاڼې سره د ټيليفون له لارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو د تاڼې مامورینو زنګ ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

تر دې وړاندې د مارچ په میاشت کې هم په پېښورکې نامعلومه کسانو په نرښځيانو ډزې کړي وې چې يو نرښځی پکې وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وؤ.

په خېبر پښتونخوا کې د نرښځیانو د تنظیم مشره فرزانه وایي په تېر کال ‏‎2023‎م کې په خېبرپښتونخوا کې اته نرښځيان وژل شوي وو، او په روان کال ‏‎2024‎م کې تراوسه پورې په ‏خېبرپښتونخوا کې څلور نرښځيان وژل شوي دي.‏

د نرښځيانو د نرښځیانو دغه مشرې ډیوه ته ویلي، خېبرپښتونخوا کې د ‏‎2015‎‏ نه تراوسه پورې ‏‎126‎‏ نرښځيان وژل شوي او په صوبه کې په خواوشا ‏‎3000‎‏ نرښځيانو تشدد شوی، ‏ځورول شوي او جنسي تيري ورسره شوي او د هغې مقدمې هم درج شوي دي.‏

نرښځيان وخت په وخت دعوې کوي چې دوی ته پوره حقونه نه ورکړل کيږي او که تشدد پرې وشي ووژل شي، د هغې سمې مقدمې او پلټنې ونه شي، اول ‏خو په دغو پېښو کې څوک نيول کيږي نه او که ونيول شي هغه خلک بيا خوشي شي د سزاګانو نه بچ شي.‏

خو پوليس وايي، دوی د قانون ترمخه پلټنې کوي او زياتره نرښځيان بيا د پلټنو په عمل کې نه شامليږي.‏

د بشري حقونو د څار د نړيوال تنظیم ایمنسټي انټرنېشنل د شمېرو ترمخه په پاکستان کې د اکتوبر کال 2021م او ستمبر کال 2022م تر منځ موده کې نزدې ‏‏18 نرښځيان وژل شوي دي او دا په اېشيا کې د قتل کړی شوو نرښځیانو تر ټولو زیاته شمېره ده.‏

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG