لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحافت په نړيواله ورځ د خضدار پریس کلب مشر صديق مینګل په بمي بريد کې وژل شوی، نهه تنه نور ټپیان شوي


صدیق مینګل
صدیق مینګل

د بلوچستان په بلوڅ ميشته سيمه خضدار کې نن د جمعې د لمانځه وروسته بمي چاودنه شوې چې د پوليس چارواکو په وينا دې چاودنه کې د خضدار وتلی خبريال او د خضدار پريس کلب صدر محمد صديق مېنګل وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي.

له ډيوه سره د ټيلي فون له لارې په خبرو کې د خضدار پوليس تاڼې د پوليس يوه چارواکي وويل د بريد هدف خبريال محمد صديق مېنګل ؤ.

هغه وایي " پېښه د خضدار ښار چمروک سيمه کې شوې، محمد صديق پکې وژل شوی، له هغه سره د هغه په موټر کې سواره درې ملګري د محمد صديق په موټر پورې چسپکي ماين لګول شوی او هغه چاویدلی، د پېښې نور تفصيل را ټولوو"

د خضدار پريس کلب جنرل سېکرېټري محمد اقبال له ډيوه سره په خبرو کې وایي،

د خضدار خبريالان له هرې خوا د مرګ په خوله کې دي.

هغه وایي"رياست موږ ته يو ډول تحفظ نه دی راکړی، و محمد صديق ته له اوله هم دهمکۍ ورکول شوې او پر هغه بريد هم شوی، موږ هر وخت له حکومت څخه د هغه د خونديتوب لپاره د ګامونه اخستو غوښتنه کړې ده خو حکومت کله هم زموږ غوښتنه ونه منله او نن يې نتيجه دا شوه"۔

د محمد اقبال په خبره په تيرو څو کلونو کې په خضدار کې اته نور خبريالان وژل شوي چې پکې درې د پريس کلب مشران يا صدران وو۔

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

د بلوچستان د خبريالانو تنظيم بي يو جی ياده پېښه په کلکو ټکو غندلې او د پېښې پر ضد يې د کوټې پريس کلب و مخې ته نن د جمعې په ماذيګر د احتجاج کولو اعلان کړی.

د تنظيم له لوري په خپاره شوي بيان کې ویل شوي،" د خبريالۍ نړيواله ورځ باندې د محمد صديق وژنه د حکومت د بې حسۍ او ناکامۍ ثبوت دی، د مشر خبريال وژنه د حکومت د خلکو د خونديتوب د دعوو نفي کوي"

تنظيم ويلي که حکومت په پيښه کې ککړ عناصر ژر تر ژره ونه نيسي نو په ټول ملک کې به سخت احتجاج کوي.

د بلوچستان حکومت د پېښې غندنه کړې او د ملزمانو د ژر تر ژره نيولو امر يې کړی.

په سرکاري جاري شوي بيان کې د خضدار له ضلعي انتظاميې څخه د پېښې رپورټ غوښتل شوی.

د بلوچستان جميعت علما اسلام ف صوبايي صدر سینیټر مولانا عبدالواسع د دې بمي چاودنې غندنه کړې اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي محمد صديق يو وتلی خبريال او د جمعيت ګوند يو ښه کارکن وو، د هغه په وژنه کې ککړ کسان دې ژر تر ژره ونيول شي.

د کال 2023م په يوولسم اګست هم پر محمد صديق مېنګل په خضدار بازار کې مرګونی وسلوال بريد شوی و چې هغه پکې ژوندی وتلی و خو موټر یې پکې زيان من شوی و.

ډيوه سره پخپل ژوند پخپله یوه وروستۍ مرکه کې هغه د صدیق مینګل د ځان د وژل کېدو ویره ښودلې وه اؤ د حکومت په بې غورۍ یې کلکې نیوکې کړې وې.

هغه وخت د کوټې د پريس کلب ومخې ته په احتجاج کې محمد صديق په خپله شريک وو او ډيوه سره په خبرو کې یې ویلي وؤ،

" پر ما قاتلانه حمله وشوه زه بچ شوم، حکومت زموږ د خونديتوب په باب کوم ګامونه نه دي اخيستي، تاسو خبر ياست چې خضدار د صحافيانو لپاره تر ټولو خطرناکه سيمه ده".

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG