لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ایس ایل: پېښور زلمي ته په ماتې ورکولواسلام اباد یونایټیډ لوبډله فاینل ته ورسېده


CRICKET-PAKISTAN-PSL-ISLAMABAD-PESHAWAR
CRICKET-PAKISTAN-PSL-ISLAMABAD-PESHAWAR

د پاکستان سپرلیګ کرکټ سیالیو کې اسلام اباد یونایټیډ پېښور زلمي ته په پینځوؤ ویکټو ماتې ورکړې ده اؤ فاینل ته رسیدلی دی.

د پېښور لمي لخوا ورکړل شوی د 186 منډو هدف اسلام اباد یونایټیډ په 19م اوور کې د پینځوؤ لوبغاړو په تاوان ترسره کړو.

د کراچۍ په نیشنل اسټیډيم کې د ترسره شوې دې مهمې سیالۍ پچه اسلام اباد یونایټیډ وګټله اؤ ورومبی پېښور زلمي ته د بیټنګ دعوت ورکړو.

د پېښور زلمي لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې د 5 لوبغاړو په تاوان 185 منډې وکړې.

د پېښور زلمي له لوري صایم ایوب، 73،محمد حارث 40، بابراعظم 25 ، ټام کھولر کیډمور 18 او رومین پاول 2 منډې جوړې کړې.

د اسلام اباد یونایټیډ نسیم شاه د پېښور زلمي درې لوبغاړي وسوځول.

د اسلام اباد یونایټیډ پاڼۍ چې کله پیل شوه نو په شورو کې یې درې لوبغاړي یوازې په 21 منډو وسوځېدل.

الیکس هیلز یوه اؤ آغا سلمان 5 منډې جوړې کړې خوشاداب خان بیا د یوې منډې په جوړولو هم ونه توانېدو.

مارڼن ګپټل 34 او اعظم خان نے 22 منډې وکړې.

خو بیا عماد وسیم اؤ حیدر علي چټک لوبه وکړه اؤ خپله لوبډله یې د بریالیتوب درشل ته ورسوله.

عماد وسیم 59 اؤ حیدر علي 52 منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلي پاتې شول.

اسلام اباد یونایټیډ په 19 اوور کې د 5 لوبغاړو په تاوان د 186 منډو هدف ترلاسه کړو اؤ پېښور زلمي ته په ماتې ورکولو یې فاینل ته ځان ورسولو.

پاي لوبه یا فاینل به سبا د ګل په ورځ د اسلام اباد یونایټيډ اؤ ملتان سلطانز لوبډلو تر منځ کیږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG