د پاکستان سپر ليګ (پي اېس اېل نهم) په روانو مقابلو کې د پېښور زلمي لوبډلې کوټه ګلېډي اېټرز ته په 76 رنزونو ماتې ورکړې او دویم پړاو (پلی اف) ته رسېدلې ده. په راولپنډۍ کې ترسره شوې سيالۍ کې د لوبې پچه/ټاس د کوټې لوبډلې ګټلی خو بېټنک یې د پېښور لوبډلې ته ورکړی وو.
د پېښور لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې په اتو لوبغاړو اوټ کېدو 196 رنزونه جوړ کړي، کپتان بابر اعظم تر ټولو زیات په 30 بالونو 53 رنزونه جوړ کړي وو.
د کوټه ګلېډي اېټرز عقيل حسېن هېټ ټرک (پرله پسې په درېو بالونو درې لوبغاړي سوځولي) او ټول یې څلور لوبغاړي اوټ کړي دي.
په ځواب کې د کوټه ګلېډي اېټرز ټول لوبغاړي په 18م اوور کې په 120 رنزونو اوټ شوي او سيالي یې بايللې ده، د کوټې په لوبډله کې تر ټولو زيات 24 رنزونه سعود شکیل جوړ کړي دي. د پېښور زلمي څلورو بالرانو دوه، دوه وکټې اخستي دي.
د پېښور زلمي نه وړاندې د ملتان سلطان لوبډله د پلی اف پړاو ته رسېدلې ده.
تراوسه پورې ملتان سلطان اته سیالۍ کړي شپږ یې ګټلي 12 پواينټونه یې ترلاسه کړي دي، پېښور زلمي په نهه سياليو کې پينځه ګټلي 11 پواينټونو ورسره دي، اسلام اباد يونايټډ په نهه سياليو کې څلور ګټلي نهه پواينټونه یې اخستي، کوټه ګلېډي اېټرز په اتوو سياليو کې څلور ګټلي نهه پواينټونه ترلاسه کړي دي.
کراچۍ کنګز په اتوو سياليو کې درې ګټلي شپږ پواينټونه یې اخستي او د لاهور قلندر لوبډلې په اتوو سياليو کې يواځې يوه مقابله ګټلې او تر ټولو کم درې پواينټونه ورسره دي.
Forum