لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي په اسلام اباد کې له یوې ښځې د یو ارب روپو قلنګ یا بهته غوښتی


File Photo
File Photo

پولیس وایي د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي ) وسله والو پلازمینه اسلام اباد کې د میشت یوې مېرمنې څخه د یو ارب روپو بهته یا قلنګ غوښتی دی اؤ هغې ته یې د قلنګ نه ورکولو صورت کې د وژلو ګواښونه کړي دي.

د اسلام اباد د ګولړه پولیس ټاڼې چارواکو ویلي چې د اسلام اباد په سیکټر ډي کې میشت دغې مېرمنې( چې نوم یې پټ ساتل شوی) ته د افغانستان اؤ د ایران د نمبرو څخه زنګ وهل شوی اؤ په فون ترې د بهتې غوښتنه شوې ده.

پولیس وایي د یادې مېرمنې د کور مخې ته د هغوي د کاله عکسونه هم غورځول شوي اؤ وایي هغې اؤ لور ته یې د ټي ټي پي په نوم د زیان رسولو ګواښونه شوي دي.

د ګولړه پولیسو ددغه مېرمنې په رپورټ د نامعلومو کسانو په ضد مقدمه درج کړې اؤ وایي هغوي ته د پلټنو نه معلومه شوې ده چې دې مېرمنې ته د بهتې یا قلنګ وړومبی کال د افغانستان اؤ دوهم د ایران له نمبر شوی.

په پاکستان کې چې په دې وروستیو کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې نو ورسره سم د هیواد په بیلابیلو برخو کې د ټي ټي پي په نوم د بهتې اخستو پېښو کې هم اضافه لیدل شوې ده.

سیمه کې د امنیت په چارو ژور نظر ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وايي د بهتې دا لړۍ وړومبی په قبایلي ضلعو کې روانه وه خو وایي اوس دومره پراخه شوې ده چې د خېبر پښتونخوا صوبې په ګډون د ملک هره برخه کې شمتنو خلکو ته ټيلي فونونه کیږي اؤ بهتې ترې غوښتل کیږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د تحریک انصاف په تېر حکومت کې داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې ټي ټي پي حتی د صوبې د پخواني وزیراعلا محمود خان،د قامي اسمبلۍ د اسپیکر اسد قیصر اؤ ګڼو نورو حکومتي چارواکو نه قلنګونه اخستل .

د ناصر داوړ په وینا، اوس چې یو ځل بیا په پښتونخوا صوبه کې د تحریک انصاف حکومت جوړ شوی نو اندېښنه شته چې د قلنګ غوښتنې یا بهتو اخستو عمل هم ورسره یو وارې بیا چټک شي .

نوموړی وایي په خېبر پښتونخوا کې به چې په تېرو وختونو کې خلک د بهتې د کالونو نه زیات تنګ شول نو د تحفظ لپاره به یې اسلام اباد کې ژوند اختیارولو خو وایي دا چې اوس په اسلام اباد کې هم خلک د بهتې یا قلنګونو نه محفوظ پاتې نه شول نو دا د ریاست د ځواکمنۍ په دعوؤ یوه سوالیه نښه ده

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG