د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په کندهار کې ترهګر بريد په کلکه غندلی او ويلي يې دي، "ترهګري شريکه اندېښنه ده دواړه هيوادونه یې په ګډه د هڅو له لارې حل ته اړتيا لري".
پاکستان د زیارت/ پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د ترسره شوي ترهګر بريد غندنې سره، د پاکستان د حکومت او خلکو لخوا د افغانستان سره خواخوږي څرګنده کړل شوې ده. د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي".
د افغانستان په جنوب کې پروت ښار کندهار کې د زيارت/پنجشنبې په سهار ځانمرګی بريد شوی، د رپورټونو ترمخه، په ياد بريد کې لږ تر لږه 20 کسان وژل شوي او داعش یې ذمه واري منلې وه. ياد ځانمرګی بريد د کندهار د کابل بېنک ودانۍ مخې ته شوی چرته چې د عامو خلکو ګڼه ګوڼه وه.
امریکې هم په کندهار کې دغه بريد غندلی دی.
افغان رسنيو په کندهار کې د طالبانو د پوليسو د وياند اسدالله جمشېد له قوله ویلي وو، په بريد کې درې ملکي کسان وژل شوي او 12 نور ژوبل شوي دي. خو نیويارک ټايمز ورځپاڼې او بي بي سي په خپلو رپورټونو کې د وژل شوو شمېره د 20 نه زياته ويلې وه.
د بي بي سي د خبر ترمخه، داعش د بريد زمه واري منلې او ويلي یې وو، ځانمرګي یې د 150 پورې طالبانو په مينځ کې چاودنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان سره په ګډه د ترهګرۍ د حل لارې د اړتيا خبره کړې، چې په 18م مارچ پاکستان په افغانستان کې دننه بمباري کړې، د حافظ ګل بهادر ډلې د وسله والو په نخښه کولو دعوه یې کړې ده. په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان بمباري غندلې او ويلي يې وو، په بمبارۍ کې اته تنه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.
د بمبارۍ وروسته د افغانستان د لوري په پوله (ډېورنډ) کرښه د پاکستاني ځواکونو ضد کارروايۍ دعوه هم شوې وه.
پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي، چې د کله نه طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي. خو په افغانستان کې واکمن طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی نه ور اچوي.
Forum