لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرمن پولیس دوه افغانان په دې الزام نیولي چې داعش ورته د قران د سوځول کېدو په سر د حملې امر کړی و


د اسلام ضد فعالانو په سویډن کې په عامو ځایونو کې یو شمېر ځله قران ته اورونه اچولي دي چې په اسلامي ملکونو کې يې غصه او د سخت دریځو ډلو يې ګواښونه راپارولي دي
د اسلام ضد فعالانو په سویډن کې په عامو ځایونو کې یو شمېر ځله قران ته اورونه اچولي دي چې په اسلامي ملکونو کې يې غصه او د سخت دریځو ډلو يې ګواښونه راپارولي دي

په جرمني کې حکومتي وکیلانو (څارنوالانو) ویلي پولیس هغه دوه افغانان نيولي چې په افغانستان کې د داعش سره تړلې وسله والې ډلې، داعش خراسان، ورته د قران د سوځول کېدو په سر په یورپ کې د حملې کار سپارلی و.

چارواکو وویل وفاقي پولیس دواړه کسان د نهې، سه شنبې، په ورځ د جرمني په مشرقي ښار کېرا کې ونیول.

حکومتي وکیلانو وویل داعش خراسان دواړو کسانو ته په 2023 کې په سویډن او نورو ملکونو کې د قران د سوځول کېدو په جواب کې په یورپ کې د حملې کار سپارلی و.

دواړو مشکوکو کسانو د داعش د نورو غړو سره په مبینه توګه د حملې تیاری کړی و چې په کې د سويډن په سټاک هوم ښار کې د پارلېمنټ د چارچاپېره علاقې په انټرنېټ څېړنه هم شامله وه. وېل کېږي چې دواړه کسان وسله په ترلاسه کولو کې ناکامه شوي وو نو ځکه یې حمله و نه کړی شوه.

د جرمني د وفاقي حکومت وکیل یا د څارنوال دفتر په یو بیان کې د افغان شهریانو شنخات د ابراهیم اېم جي او رمین اېن په نومونو وکړو. د جرمني د رازدارۍ د قوانینو سره سم دواړه فقط په وړمبو نومونو یاد کړی شوي دي.

د جرمني داخله وزیرې نېنسي فرېزر وویل د مشکوکو کسانو نیول کېدل څرګندوي چې د "اسلامېسټانو" د حملو د مخنیوي دپاره یې هېواد بېداره دی او په دې لړ کې کلک ګامونه اخلي او د ترهګرۍ سخت خطر مودجود دی.

د اسلام ضد فعالانو په سویډن کې په عامو ځایونو کې یو شمېر ځله قران ته اورونه اچولي چې په اسلامي ملکونو کې يې غصه او د سخت دریځو ډلو ګواښونه يې راپارولي دي. د اکتوبر په میاشت کې په برسلز کې مسلح تن د سویډن د فټ بال دوه مینه وال ووژل.

د اګست په میاشت کې سویډن د ترهګرۍ په اړه خبرداری دویمې لوړې درجې ته رسولی و او د هېواد چارواکو د هغه قهرجن ردعمل توقعو کوله چې په کال 2006 کې د ډېنمارک په یو اخبار کې د پېغمبر اسلام د خاکو په چاپ کېدلو راپارېدلی و.

د خاکو د چاپ کېدو په سر احتجاجونو کې د دنیا په مختلفو برخو کې د ډېنمارک سفارتخانو او کونسلخانو ته اورونه اچول شوي وو خاګو جوړونکو ته د مرګ دړکې ورکړی شوې وې.د ډېنمارک چارواکو په کوښښ کولو چې دا وضاحت وکړي چې د خاکو چاپ کېدل په ملک کې د رای د ازادیو د قوانینو دلاندې تحفظ لري خو اسلامي ملکونو به دغه وضاحتونه ردول.

د جرمني حکومتي وکیلانو وویل ابراهیم اېم جي د کال 2023 د اګست په میاشت کې په داعش خراسان کې شامل شوی و او د رمین اېن سره په شریکه يې په شام کې قېد د داعش یو وسله وال سره مرستې دپاره یې 2170 ډالر چنده هم جمع کړې وه.

په افغانانو د ترهګر تنظیم د مرستې، د جرم د سازش او د تجارت د قوانینو د خلاف ورزۍ په شان د جرمونو الزام لګول شوی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG