لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور او بټګرام کې د وسله والو په بریدونو کې دوه پولیس وژل شوي


د خېبر پښتونخوا په سر ښار پېښور اؤ بټګرام کې د وسله والو په ډزو کې دوه پولیس عسکر وژل شوي دي.

د پولیس سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي د پېښور په باغبان سیمه کې نامعلومو وسله والو په یو پخواني پولیس عسکر ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

پولیس سرچینې وایي دغه وژل شوي عسکر د انقلاب تاڼې په حدودو کې د یو دوکان د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله چې وسله والو پرې برید کړی دی.

پولیس وایي له برید وروسته وسله وال په تېښته بریالي شوي اؤ پولیسو د پېښې مقدمه درج کړې اؤ پلټنې یې پیل کړې دي.

د خېبر پښتونخوا په بټګرام سیمه کې هم نامعلومه وسله والو په پولیسو ډزې کړي اؤ یو پولیس عسکر یې وژلی دی.

د سیمې نه د پولیسو یو چارواکي ډي ایس پي ساجد نواز رسنیو ته ویلي چې دا پېښه تېره ورځ رامنځته شوې اؤ د وسله والو په ډزو کې د کس پل چوکۍ په ساتنه ولاړ پولیس عسکر امجد حسین شاه وژل شوی دی.

په پولیسو د شوؤ دغو دواړو بریدونو ذمه واري په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په خېبر پښتونخوا کې په پولیسو څومره حملې شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.

تر دې وړاندې په شپږم اپریل د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې وسله والو د پولیسو یو ګاډی په نښه کړی ؤ چې د ګل محمد په نوم پکې یو ډي ایس پي اؤ دوه نور پولیس وژل شوي وؤ.

په اتم اپریل د بلوچستان په سرښار کوټه کچلاک کې د یو جومات دننه چاودنه شوې وه چې د پینځوؤ پولیسو په ګډون پکې 12 کسان وژل شوي وؤ.

په نهم اپریل د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعه ټانک کې کور ته په رخصتۍ د ورغلي ایف سي یا ملېشه ځواک د عسکر مړی موندل شوی ؤ.

تر دې وړاندې اوونۍ کې هم په ټانک اؤ شمالي وزیرستان کې درې پولیس اهلکار په بیلا بیلو هدفي پېښو کې وژل شوي وو.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG