لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیوزي لینډ پاکستان ته د ټي ـ 20 په دویمه سیالۍ کې هم ماتې ورکړه


د ټي ۲۰ کرکټ د پینځوؤ لوبو د لړۍ په دویمه سیالۍ کې هم نیوزي لینډ پاکستان ته په 21 منډو ماتې ورکړې ده.

د نیوزي لینډ د 195 منډو په تعقیب کې د پاکستان ټوله لوبډله په 173 منډو سوځېدلې ده.

د اتوار په ورځ هیلمټن کې د ترسره شوې دې لوبې پچه د پاکستان کپتان شاهین شاه اپریدي ګټلې وه خو هغه د نیوزي لینډ ته د وړومبي بېټنګ کولو بلنه ورکړې وه.

د نیوزي لینډ له لوري وړومبی توپ وهنې ته فن ایلن اؤ ډيوډ کونوی ووتل اؤ کله چې کونوی 59 منډې جوړې کړې نو د عامر جمال په بال د فخرزمان په لاس کیچ اوټ شو.

کپتان ولیمن 26 اؤ فن ایلن 74 منډې جوړې کړې.

مچل سینټنر په 25 اؤ ډیوډ کونوی په 20 منډو جوړولو وتوانېدل.

د پاکستان له لوري حارث روف درې اؤ عباس اپریدي دوه لوبغاړي وسوځول اؤ اؤ اسامه میر اؤ عامر جمال بیا یوه،یوه ویکټه واخسته.

د نیوزي لینډ د 195 منډو په تعقیب کې چې کله دپاکستان صایم ایوب اؤ محمد رضوان بېټنګ ته ودریدل نو صایم ایوب په وړومبي اوور کې یوازې په یوه منډه جوړولو وسوځیدو اؤ محمد رضوان اووه منډې جوړې کړی شوې.

د صایم ایو اؤ محمد رضوان له سوځېدو وروسته فخر زمان اؤ بابر اعظم د خپلې لوبډلې منډې زیاتې کړې اؤ فخر زمان په 25 باولونو 50 منډې وکړې اؤ وسوځېدو.

افتخار احمد څلور اؤ اعظم خان دوه منډې جوړې کړې اؤ وسوځېدل.

بابر اعظم د ټي ټوینټي په دې دوهمه سیالۍ کې هم پرله پسې نیمه سلېزه اسکور کړه اؤ په 43 باولونو یې 66 منډې جوړې کړې.

شاهین اپریدی په 22منډو وسوځېدو ، د نیوزي لینډ له لوري ایډم ملنی څلور اؤ سین سینر،اش سوډهي اؤ ټما ساوتهي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې په وړومبۍ سیالۍ کې هم نیوي لینډ پاکستان ته په 46 منډو ماتې ورکړې وه

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG