لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کرکټ بورډ په خپلو درېیو لوبغاړو درنې پابندۍ ولګولې


له ښي اړخ نه: مجیب ځدراڼ، نوین الحق، فضل الحق فاروقي
له ښي اړخ نه: مجیب ځدراڼ، نوین الحق، فضل الحق فاروقي

د افغانستان کرکټ بورډ د ګل/دوشنبې په ورځ د ملي/نېشنل ټيم د درېیو لوبغاړو – فضل الحق فاروقي، مجیب ځدراڼ، او نوین الحق په وړاندې ډسېپلنري اېکشن واخېست او اعلان یې وکړ چې دغو درې لوبغاړو نه د ملي ټیم مرکزي تړون اخېستل کيږي او دوی به دوه کاله دا اجازه ونلري چې په بهرنیو کمرشل لیګونو کې لوبې وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د یو بیان په خپرولو سره، د خپلې پرېکړې وجه دا ښودلې ده چې ګني دغو افغان لوبغاړو، د کرکټ بورډ د ادارې او د افغانستان د قامي مفاداتو خلاف، د مرکزي تړون له دستخط کولو نه انکار کړی، او دا ځکه چې دغه درې لوبغاړي په کمرشل لیګونو کې بوخت دي.

د دې دعوې په وړاندې تر اوسه د یادو درې لوبغاړو – فضل الحق فاروقي، مجیب ځدراڼ او نوین الحق – څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، دغو لوبغاړو د اېمیلونو د لارې ورته ویلي چې د آینده کال له پیل وروستو دوی د مرکزي تړون څخه وځي او بل دا چې "باید د ملي لوبډلې په راتلونکو ټولو لوبلړیو کې له دوی سره مشوره وشي چې ایا په لوبو کې ګډون کوي او که نه؟"

افغانستان کرکټ بورډ وایي، دغه لوبغاړي خپل ذاتي مفادات په پام کې نیسي او "د افغانستان په استازیتوب لوبو څخه چې ملي مسئولیت او د ملي ګټو تامینونکی فعالیت بلل کېږي؛ د ځان اېستلو هڅه" کوي.

اې بي سي (افغانستان کرکټ بورډ) ویلي چې د کرکټ عالمي کونسل، د کرکټ اېشیایي کونسل، او نور کرکټ بورډونه او مربوطه اړخونه یې د خپلې فیصلې نه آګاهه کړي چې دا فیصله عملي کړی شي.

طمعه کېده چې د دغو درېیو په شمول، یو شمېر افغان کرکټ لوبغاړي به په آینده ۲۰۲۴ کال کې د هندوستان په پرېمیئر لیګ لوبو او نورو نړېوالو تجارتي لیګونو کې راڅرګند شي.

ماهرین وایي، د افغانستان د کرکټ بورډ فیصله غټ نتایج لرلی شي. کرکټ ډاټ کام لیکلي چې دا به په آینده ټي-ټونټي ورلډ کپ کې د دغو درېیو لوبغاړو د شاملېدو امید متاثره کړي، خو اوس مهال ښکاري چې د افغانستان نشنل ټیم ته د انتخابېدو مستحق پاته دي.

مجیب ځدراڼ د کلکته نائټ رائیډرز، نوین الحق د لکهنو سوپرجائنټس، او فضل الحق فاروقي د سنرائیزرز حیدرآباد تجارتي ټیمونو کې شامل دي. د افغانستان کرکټ بورډ پرېکړه به د انډیا پرېمیئر لیګ (آی پی اېل) دغو ټیمونو ته هم ستونزې پیدا کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG