لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان شمالي سيمو کې د وسله والو د فعاليتونو علتونه څه دي؟


په چینايانو د حملې ځای د چين د پولې څخه قریباً 500 کيلوميټره په فاصله دی. که یو خوا دا سیمه په جغرافيې لحاظ حساسه ګڼل کيږي نو دلته مذهبي توندروي هم خپل تاريخ لري
په چینايانو د حملې ځای د چين د پولې څخه قریباً 500 کيلوميټره په فاصله دی. که یو خوا دا سیمه په جغرافيې لحاظ حساسه ګڼل کيږي نو دلته مذهبي توندروي هم خپل تاريخ لري

د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلع کې په 26م مارچ په چينايانو حمله په کال 2021م کې په داسو کې په چينايي وګړو د حمله وروسته دویم لوی برید و خو په دې سيمه کې وسله والو يواځې چينايي وګړي نه دي په نخښه کړي، په سیمه کې مخکې هم د وسله والو نور فعالیتونه شوي دي.

په شانګله په کوم ځای کې چې په چينايانو بريد شوی دا ځای د اسلام اباد څخه خواوشا 270 کيلوميټره په فاصله او د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ او هزاره ډويژن په پوله دی.

په چینايانو د حملې ځای د چين د پولې څخه قریباً 500 کيلوميټره په فاصله دی. که یو خوا دا سیمه په جغرافيې لحاظ حساسه ګڼل کيږي نو دلته مذهبي توندروي هم خپل تاريخ لري.

نفاذ شريعت محمدي

په سيمه کې د مذهبي توندروۍ په حواله د کتابونو ليکوال او خبريال عقيل يوسفزی وايي، په اصل کې په ملاکنډ ډويژن کې راپورته شوي تحریک نفاذ شريعت محمدي د هزارې ډويژن او ګلګت بلتستان پورې سيمه کې اغېزې کړی و.

هغه وايي، "د ملاکنډ ډويژن چترال ضلعه د افغانستان د نورستان سره پوله لري چرته چې د 1970م د لسيزې په وروستيو او د 80م په لسيزه کې مولوي افضل په محدوده کچه د سلفي رياست د بنياد اېښودو هڅه کړې، وروسته بيا په 1990م کې شېخ جميل الرحمان د باجوړ سره په پوله د افغانستان په کونړ کې د دغه ډول رياست جوړولو هڅه کړې او له دغې درې کاله وروسته د پولې دې غاړې ته په ملاکنډ کې مولانا صوفي محمد په 1994م کې د تحريک نفاذ شريعت پيل کړی وو".

عقيل يوسفزي وویل، "وروسته مونږ وليده چې دا لړۍ د شاهراه قراقرم پورې ورسېده او د تحریک لخوا په مظاهرو کې به په زوره دا شاهراه بندول کېده، د دې تحریک خلک بيا په ملاکنډ کې په تحريک طالبان پاکستان کې شامل شو چې پکې د مولانا صوفي محمد زوم ملا فضل الله هم وو".

په نړۍ کې د وسله والو فعاليتونو په حواله څيړونکي سټېنفورډ د تحریک نفاذ شريعت محمدي د تاريخ او جوړښت په باب خپل رپورټ کې ویلي، د دې تنظيم د روزنې يو غټ مرکز په قبايلي ضلعه باجوړ، د دې نه علاوه ځينې تربيتي کېمپونه د ګلګت بلتستان د چلاس ضلعې په داريل او تانګېر غرييزو سيمو کې هم وو.

په 2009م کې د تحريک نفاذ شريعت محمدي سره د تړون وروسته هم دا علاقه وه چې طالبان ورغلي وو او وروسته د جمعيت علمااسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان بيان ورکړی و چې طالبان د اسلام اباد نه ډېر لرې نه دي.

له دغې وروسته بيا په دې علاقه کې په 26م اپرېل 2009م کې د [بلېک تهنډر] په نوم عملیات پيل شوي، د 30لکه نه زيات خلک کډوال شوي، د جون د میاشتې پورې دا عمليات روان وو او په اګست کې کډوال بيرته ستانه کړل شوي وو.

د عملیاتو له امله د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان ډلې ملا فضل الله هم د خپلو لسګونو ملګرو سره د افغانستان کونړ ولایت ته په تېښه کې بريالی شو او د هغه سره بارودي جېکټې جوړونکی ماهر د ټي ټي پي سوات طارق بټن خراب هم مل وو.

طارق بټن خراب څوک وو؟

په شانګله کې په چينايانو کوم بريد شوی، د کال 2021م په 14مه جولايۍ د دغه ځای څخه خواوشا 70 کيلوميټره په فاصله د بر کوهستان په داسو علاقه کې په يو بس ځانمرګی بريد شوی و او نهه چينايان پکې وژل شوي وو.

په لسم نومبر 2022م کې د اېبټ اباد د ترهګرۍ ضد ځانګړي عدالت په ياده پېښه کې ککړو کسانو ته د مرګ او عمر بند سزاګانې اورولې وې. د هزاره ډويژن د پوليسو مشر ذيشان اصغر په اېبټ اباد کې په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، چې ځانمرګی خالد عرف شېخ تيارونکی طارق بټن خراب پټ دی.

په سوات کې د ځايي سرچينو ترمخه، يو ځل د طارق بټن خراب خودکش جېکټ هدف ته د رسېدو په وخت بټن د خرابۍ له امله نه وو چاودلی. د دې واقعې وروسته به د هغه نږدې ملګرو هغه ته بټن خراب وېل.

په جولايۍ 2023م کې یو خبر مخې ته راغلی و چې د افغانستان د کونړ په پيچ دره علاقه کې طارق بټن خراب وژل شوی، وروسته بيا دا هم ويل شوي وو چې په 26م اپرېل 2022م کې په کراچۍ کې د چينايي ژبې په مرکز خودکش حمله کې هم د طارق بټن خراب لاس وو.

تازه حملې هم پاکستاني طالبانو کړي؟

څيړونکي او خبريال ريکارډوولی چې د يوې مودې راهسې په نړيواله کچه او په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې په حالاتو نظر ساتي ویلي په تېرو وختونو کې هم د ذمه وارۍ نه قبلولو باوجود پاکستاني طالبان په داسې ډول پېښو کې ککړ معلوم شوي دي.

د ريکارډوولی په خبره، "که څه هم ټي ټي پي په دې تازه حمله کې د ککړتيا رد کړی دی خو په تېرو وختونو کې په چينایانو ځینې داسې حملې شوي چې زمه واري یې چا نه ده منلې، خو وروسته په پلټنو کې په دغه ډول ټولو بريدونو کې د پاکستاني طالبانو په ځانګړي ډول د ټي ټي پي نېغ په نېغه ککړتيا یا چرته نه چرته نخښې ترلاسه شوي دي".

وسله وال چین ولې دښمن دی؟

دا وخت په دې سيمه کې د داعش خراسان چې په 2014م کې جوړ شوی، لخوا په ښکاره د چین خلاف د جګړې خبرې کيږي، که څه هم د منځني اسيايي تنظيمونو په ځانګړي ډول ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ د چين خلاف د جګړې خبرې کولې خو په اګست 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته دغه تنظيمونه غلي شوي دي.

د چین سره د افغان واکمنو طالبانو د اړيکو وروسته داعش ګڼي چې هغه به د چین په سنکيانګ صوبه کې د ويغور مسلمانانو دپاره غږ پورته کړي، او په دې لاره به په افغانستان او سيمه کې موجود ويغور او د منځنۍ اسيا جنګیالي ځان را واړوي.

په فرورۍ 2023م کې په افغانستان کې د داعش د العزام مطبوعاتي څانګې څخه په لومړي ځل د چين او طالبانو د اړيکو په زياتېدو، په سينکيانګ کې د مسلمانانو دپاره د مينځنۍ اسيا په جنګيالي ډلو د داعش سره د مرستې غږ شوی وو.

د [واه زما شرقي ترکستانه] په نوم د 117 صفحو په پښتو ژبه کې ليکل شوي کتابچه کې په ځانګړي ډول مسلمان هيوادونو باندې د چین سره په ملګرتیا نيوکې شوې وې.

داعش په وروستيو کې په ماسکو کې د حملې زمه واري قبوله کړې وه. ايا د ماسکو او د شانګلې حملې د يو بل سره تړاو لري؟

ريکارډوولی وايي، هغه نه ګڼي چې د دواړو حملو د يو بل سره نېغ په نيغه څه تعلق شته. د دې جغرافیايي او نظرياتي محرکات ځان ځانله دي.

هغه زياته کړې، که چرته د دې حملې په شا د داعش لاس وی نو په يقيني توګه دوی به دا د نړيوالو قوتونو روس، امريکې او چين خلاف د خپلې جګړې د يوې کارروايۍ په توګه وړاندې کوله او دعوه به یې کوله.

پاکستاني چارواکي وايي، د دې پېښې ژورې پلټنې کوي او چې څوک هم پکې ککړ معلوم شو، د تېر په څېر به يېنيسي او د عدالتونو څخه به ورته مثالي سزاګانې ورکړل شي.

یادونه: دا رپورټ د وي او ای د اردو څانګې دپاره څېړنکار فخر کاکاخېل لیکلی دی

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG