لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې احتجاج کونکو د کولمبیا پوهنتون ودانۍ نیولې، له اسرایلو څخه د جلاوالي غوښتنه کوي


 یو لاریون کونکي د کولمبیا پوهنتون د همېلټن هال په بام باندې د فلسطین بیرغ پورته کړی و.
یو لاریون کونکي د کولمبیا پوهنتون د همېلټن هال په بام باندې د فلسطین بیرغ پورته کړی و.

واشنګټن –په امریکا کې د روانو ناکراریو په بهیر کې فلسطین پلوو لاریون کونکو د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا په نیویارک ایالت کې په کولمبیا پوهنتون کې یوه ودانۍ نیولې وه.

لاریون کونکو په غزه کې د اسرایلو د روانو عملیاتو پر ضد په خپل احتجاج کې له اسرایلو څخه د خپل پوهنتون د جلاوالي غوښتنه کوله.

احتجاج کونکي د پوهنتون همېلټن هال ته ننوتي وو کوم چې د ۱۹۶۰ مې لسیزې راهیسې په پوهنتون کې د احتجاجونو مرکز دی.

د کولمبیا پوهنتون مشرې مینوچې شفیک څخه له احتجاجونو سره د هغې د چلند له امله د ګوښه کېدو غوښتنې کېږي.

اغلې شفېک د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو بیان کې هغه غوښتنې غندلي چې پکې د تاوتریخوالي غوښتنه شوې او یو ځل بیا یې د پوهنتون د ژمنتیا یادونه کړې، چې "علمي ازادۍ او د ټولنې ټولو غړو ته د دې حق باوري کول دي چې د خپلو زهنونو د څرګندولو حق ولري."

شفېک له دې ټینګار سره چې له اسرایلو به نه جلا کېږي وویل، د دې پر ځای به پوهنتون

"له زده کونکو څخه د نویو وړاندیزونو چټکه ارزونه کوي د هغې ادارې لخوا چې د جلاوالي په مسلو باندې غور کوي."

د پوهنتون د یوې ودانۍ نیول

د همېلټن هال نیول وروسته له هاغې شوي چې پوهنتون د ګل یا دوشنبې په ورځ د هغو زده کونکو ویستل پيل کړي وو چاچې د ماسپښین تر دوه بجو پورې خپل خیمې کوزې کړې نه وې.

د ودانۍ د ښیښیي دروازو له ماتولو او په زنځیر له تړلو وروسته زده کونکو بیا له پورته منزل څخه په یو ځړولي بینر باندې لیکلي وو چې "د هند هال".

لاریون کونکو ویل چې هند یو "شپږ کلن فلسطینی ماشوم و چې په غزه کې د اسرایلي یرغلګرو ځواکونو لخوا وژل شوی کوم چې د کولمبیا پوهنتون لخوا ورته پيسې ورکړل شوي."

اسرایل د حماس پرضد جګړه کې د ملکیانو په نخښه کول ردوي او ادعا کوی چې حماس له ملکي وګړو څخه د ډال په توګه کار اخلي.

خو د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په غزه باندې د اسرایلو د عملیاتو د پیل راهیسې تر ۳۵۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.‌

اسرایلو وروسته له هاغې د حماس پرضد په غزه کې هوايي‌ او ځمکني عملیات پیل کړل چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.

د زده کونکو لخوا د همېلټن هال د درې ساعته نیونې نه وروسته د کولمبیا پوهنتون اعلان وکړ چې پوهنتون به د ځايي اوسېدونکو او اړینو مامورینو پرته نور د ټولو خلکو پر مخ تړلی وي.

زده کونکو د کولمبیا د پوهنتون د دروازې مخې ته په غزه کې د جګړې پرضد شعارونه ورکول
زده کونکو د کولمبیا د پوهنتون د دروازې مخې ته په غزه کې د جګړې پرضد شعارونه ورکول

په زده کونکو باندې د دغو احتجاجونونو پر سر ځینو امریکايي چارواکو نیوکې کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، "په زور سره د پوهنتون د یوې ودانۍ نیول یوه ډېره غلطه طریقه ده."

هغه وویل، "دا د سولیز لاریون یوه بیلګه نه ده."

هغه زیاته کړه، "مونږ د بیان په ازادۍ باندې باور لرو او په دې حق چې په سیاستونو او نظریو باندې د احتجاج حق چې تاسو غواړۍ احتجاج وکړئ، تاسو یې باید سولیز وکړئ."

ولسمشر جو بایډن تېره اونۍ دا غندلي وو او دې ته یې "د یهودانو پرضد احتجاجونه" ویلي وو چې د "هغو لخوا کېږي چې نه پوهېږی چې له فلسطینیانو سره څه روان دي."

په ټوله امریکا کې لاریونونه

د امریکا په ډېرو ایالتونو کې په غزه کې د اسرایلو د جګړې پرضد احتجاجونه کېږي.

د‌ ټکساس په اسټن پوهنتون کې د ګل یا دوشنبې په ورځ په لسګونو زده کونکو باندې د پولیسو لخوا د مرچکو سپرې ګانې وکارول شوې.

دغه ډول په کل پولي همبولت پوهنتون کې د نهې یا سې شنبې په ورځ زده کونکي نیول شوی‌ هم دي.

د کولمبیا د پوهنتون مخې ته د فلسطین پلوو لاریون کونکو د لاریون پر وخت اخېستل شوی انځور
د کولمبیا د پوهنتون مخې ته د فلسطین پلوو لاریون کونکو د لاریون پر وخت اخېستل شوی انځور

د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر والکر ترک په دې اندېښنه څرګنده کړې چې په امریکا کې د لاریون کونکو پرضد له زور زیاتي څخه کار اخیستل شوی او ویلي یې دي، چې "د بیان ازادي او په سولیزه توګه راټولېدنه د ټولنې له بینادي حقونو څخه دي."

د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش غږ کړی چې "دا ضروري ده چې په ټولو حالاتو کې د بیان ازادي او د سولیزو لاریونونو حق باوري شي."

هغه وویل، "د کرکې بیانونه د منلو وړ نه دي." او زیاته یې کړه، دا د پوهنتون چارواکو پورې اړه لري چې ناکرارۍ کنټرول کړي.

د دې راپور ځینې برخې له رویټرز، اسوشیټېډ پریس او فرانس پریس خبري ادارو څخه اخستل شوې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG