لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکې: القاعده او داعش خپلو پلویانو ته د امریکې او د اسرایل په مفاداتو د حملو امر کړی


د ډرېکټر اف نېشنل اېنټېلېجنس مشره اېورل هېنز
د ډرېکټر اف نېشنل اېنټېلېجنس مشره اېورل هېنز

د امریکې استخباراتي ادارې ډرېکتر اف نېشنل انټېلېجنس مشرې اېورل هېنز ویلي وسله والو ډلو، القاعده او داعش، پلویانو ته هدایات ورکړي چې د امریکې او د اسرایل په مفاداتو حملې وکړي.

مېرمن هېنز د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د سېنېټ د استخباراتي چارو کمېټۍ ته په نړیواله کچه د خطراتو په اړه کلنۍ کتنه وړاندې کوله.

هېنز وویل وویل القاعده او داعش خپلو پلویانو ته د امریکې او اسرایل په ضد د حملو هدایات حماس نه د متاثر کېدو په ترڅ کې جاري کړي دي. او مونږ کتلي دي چې دا څنګه په انفرادي توګه خلکو ته حوصله ورکوي چې په نړیواله کچه یهودیانو نه د کرکې او مسلمانانو نه د ویرې د ترهګرۍ ګامونه پورته کړي.

هېنز وویل د دې خبرې کتنه هم دوام لري چې ایران او حزب الله نه غواړي چې د اسرایل او حماس جنګ نور زیات شي او بیا دوي او امریکا په مکمله د یو بل سره په جنګ کې ښکيل شي. هغې زیاته کړه چې حوثیانو د ایران نه بغیر جنګ ته دانګلي دي او د ایران حمایت یافته وسله والو ډلو په شام اوعراق کې په امریکايي ځواکونو حملې کړي دي او زیاته توجه يې په اسرایل نه بلکې په امریکا ده او دغه ډلې دا جنګ د خپلو مقاصدو دپاره استعمالوي.

هېنز وویل په ټوله دنیا کې مختلفو کردارونو د اسرایل او حماس د جنګ په ترڅ کې تشدد زیات کړی او د غزه شخړه به په ترهګرۍ د اوږدې مودې دپاره اثرات ولري.

اوکراین

د امریکې استخباراتي ادارو د عالمي خطرو د جاج اخېستنې په کلني رپوټ کې، قانونسازانو ته وویل په اوکراین کې جګړه یو اهم پړاو ته رسېدلې چې نتیجه به یې د امریکا په امداد پورې تړلې وي. په همدې حال کې سنېټرانو، چې د ۹۵ بلین ډالره خارجي امنیتي امداد قانوني مسوده یې منظوره کړې، په اېوان نمایندګان غږ کړی چې دا بېل دې پاس کړي.

د سېنېټ کمېټۍ ته د استخباراتي مامورنو د وېنا په اړه خپل رپورټ کې د وي او ای خبریاله کېترین جېپسن وايي اوکراین سره ګوله بارود او نور اهم جنګي وسایل په خلاصېدو دي، او هغه ملک اوس د امریکا نوو مرستو ته په انتظار دی.

د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز سپیکر مایک جانسن وویل په سېنېټ کې د قریب ۶۰ بلین ډالرو منظوره شوې مسوده به په اېوان نمایندګان کې ووټ ته وړاندې نشي.

سنېټرانو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې اوکراین ته امداد رسولو کې ناکامي به یوه سنجیده غلطي وي.

د سېنېټ د استخباراتي کمېټۍ مشر سېنېټر مارک وارنر وویل "زما وېره دا ده چې، تر اوسه د اېوان نمایندګان لخوا دا فیصله چې د پوټین د یرغل په ضد جګړې کې د اوکراین د حمایت دپاره قانوني مسودې باندې حتی بحث هم نکوي، دا د قامي سلامتیا په یوې مسئلې باندې یوه تر ټولو کم نظره فیصله ده چې زه یې تصور کولی شم."

استخباراتي مامورینو وویل روسي صدر ولاډیمیر پوټین همدې ته منتظر دی چې اوکراین سره د مغربي ملکونو مرستې اودرېږي.

د سي ايي ای مشر وېلیم برنز وویل "مونږ د اوکراین، د یورپ د امنُ او په ټوله نړۍ کې د امریکا د اوږدمهاله مفاداتو په برخه کې په یو انتهایي اهم پړاو کې یو. زه فکر کوم چې د کانګرس په منظوره شوې اضافي مرستې سره بالاخره دا حقیقي امکان موجود دی چې د اوکراین دپاره یوه سټراټیجیکه کامیابي او د ولاډیمیر پوټین دپاره یوه سټراټیجیکه ناکامي یقیني کړی شي."

چین

د بهرنیو مرستو په قانوني مسوده کې د انډوپاسېفیک ملکونو دپاره هم په بلینونه ډالر امداد شامل دی چې وکړی شي د چین د جارحانه رویې مقابله وکړي.

هېنز ویل قانونسازانو ته وویل، اټکل کیږي چې آینده کلونو کې د چین جارحانه اعمال سېوا شي. "بیجېنګ به په ترجیحي توګه د خپلو ګاونډیو د ېرولو په خاطر او د دې دپاره چې خطه کې کاروایانې د خپلې خوښې مطابق روانې وساتي، د خپل پوځي طاقت استعمال ته دوام ورکړي. زمونږ توقع دا ده چې د چین ریاست به، په ټایوان باندې د خاصې توجو په لړ کې، لا ترقي یافته پلېټفارمونه پیاوړي کړي، جدیدې ټېکنالوجۍ به وکاروي، او په مشترکو عملیاتو کې به خپل صلاحیتونه زیات کړي."

د سرحد امنیت

د اېوان نمایندګان رېپبلېکن غړي وایي چې تر څو د امریکا او مېکسیکو ترمنځ د سرحد محفوظه کولو دپاره په مهاجرتي قانون کې ترمیمات رانشي، دوی به د خارجي مرستو په مسودې غور ونه کړي.

سکاټ پېري د کانګرس رېپبلېکن استازی دی، وايي "مونږ د خپلو ټېکسونو ډالرې چې په سختې مو ګټلي دي، اخلو او پنځه زره مایله لېرې یې لېږو، بغیر د دې چې ورباندې څار وساتو. په عین وخت کې زمونږ سرحد پرانېستی پاته دی او زمونږ امریکایي شهریان زمونږ په سړکونو باندې وژل کیږي."

د اېوان نمایندګان ډېموکرېټان او ځیني رېپبلېکنان داسې لارې چارې لټوي چې د بهرني امداد مسوده په ټینګار سره ووټ ته وړاندې کړي. دې کې قریب څوارلس بلینه ډالره د اسرایل دپاره او یو څه غزې کې د بشري امداد دپاره پام کې نیولی شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG