لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د تېلو بیعې راټېټې کړل شوي دي


په پاکستان کې حکومت د پټرولیم مصنوعاتو نرخونه 8 روپۍ اؤ 74 پېسې غورځولي اؤ د دې اعلامیه یې هم خپره کړې ده.

د پټرولیم مصنوعاتو نرخونو کې د کمي منظوري وزیراعظم شهباز شریف ورکړې ده اؤ دا نرخونه تر راتلونکو دوؤ اونیو ارزان کړل شوي دي.

د اعلامیې تر مخه د پټرولو د یو لیټر نرخ 5 روپۍ اؤ 45 پېسې غورځول شوی اؤ اوس یو لیټر پټرول په 288 روپو اؤ 49 پیسو خرڅېږي.

همدا شان ډیزل په یو لیټر کې 8 روپۍ اؤ 42 پېسې ارزان کړی شوي اؤ نوی نرخ یې 281 روپو اؤ 96 پېسو ته راښکته شوی.

د خاورو تېلو نرخ په یو لیټر کې 8 روپۍ اؤ 74پېسې ارزان کړل شوی اؤ لایټ ډیزل بیا 5 روپۍ اؤ 63 پېسې ارزان کړی شوي دي.

د خزانې وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د تېرو دوؤ اوونیو په مهال نړیواله منډهۍ کې د پټرولیم مصنوعاتو په نرخونو کې د کمي رجحان لیدل شوی.

تر دې وړاندې په 15م اپریل حکومت د ډيزلو او پټرولو بیعې لوړې کړې وې اؤ د یو ليټر ډيزلو بیعه کې یې ‏8.14‎‏ روپۍ او د پټرولو بیعه کې یې ‏4.53‎‏ روپۍ اضافه کړې وه.

پاکستان کې هر ‏15‎‏ ورځې وروسته د تیلو نوي قيمتونه ټاکل کيږي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG