لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېس اېل: کوټه ګلېډي اېټرز د لاهور قلندر لوبډلې ته په ماتې ورکولو (پلی اف) ته رسېدلې


Pakistan Cricket PSL
Pakistan Cricket PSL

د پاکستان سپر ليګ (پي اېس اېل نهم) په روانو مقابلو کې د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې د لاهور قلندر لوبډلې سره سيالي په وروستي بال ګټلې او د (پلی ‏اف) بل پړاو ته یې ځان رسولی دی.‏

له دې وړاندې د پېښور زلمي لوبډلې د کوټه ګلېډي اېټرز ته ماتې ورکړې او دویم پړاو (پلی اف) ته رسېدلې وه.‏

د کوټه ګلېډي اېټرز او لاهور قلندر ترمنځ سيالي تېره شپه په کراچۍ کې ترسره شوې، د لاهور لوبډلې پچه/ ټاس ګټلی او په لمړي بېټنګ کې یې په ټاکلو ‏‎20‎‏ اوورونو کې په څلورو لوبغاړو اوټ کېدو ‏‎166‎‏ رنزونه جوړ کړي وو.‏

په ځواب کې د کوټې لوبډلې د ‏‎20‎م اوور په اخري بال ټاکلی هدف پوره کړی او سيالي يې ګټلې ده، د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې هم څلور لوبغاړي اوټ شوي ‏وو.‏

د کوټې لوبډلې ته په وروستي اوور کې ‏‎14‎‏ رنزونه پاتې وو، سعود شکيل او محمد وسيم جونير بېټنګ ته ولاړ وو، سعود د اوور په درېم او څلورم بال پرله ‏پسې چوکې/ څلوريزې وهلي، په پينځم بال یې يو رنز جوړ کړی او په اخري بال چې څلور رنزونه پکار وو، وسيم جونير په شاهین شاه اپريدي چهکا/ شپږيزه ‏وهلې او سيالي ګټلې ده.‏

د پي اېس اېل په روانو سياليو کې د لاهور قلندرز او کراچۍ کنګز لوبډلې د دويم پړاو پلی اف څخه بهر شوي دي.‏

پي اېس اېل نهم کې دفاعي چېمپين لس سیالۍ کړي او يواځې يوه سیالي یې ګټلې ده. کراچۍ کنګز په نهه سياليو کې څلور ګټلي دي.‏

اسلام اباد يونايټډ په لسو سياليو کې پينځه، پېښور زلمي او کوټه ګلېډي اېټرز په نهه، نهه سياليو کې پينځه، پينځه او ملتان سلطان په نهه سيالیو کې ‏شپږ ګټلي دي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG