لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار: د افغان طالبانو حکومت باید پاکستان کې د ترسره شوؤ وروستیو ترهګریزو بریدونو غندنه وکړي


Ishaq Dar
Ishaq Dar

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی اسحاق وایي په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت باید د پاکستان په خاوره د افغانستان څخه د ټي ټي پي له لوري د ترسره شوؤ وروستیو بریدونو غندنه وکړي.

تېره ورځ برسلز کې د ایټمي توانایۍ په اړه راجوړه شوې غونډه کې له ګډون وروسته لندن کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې هغه د پاکستان لخوا د افغانستان په خاوره کې د شوؤ عملیاتو دفاع وکړه اؤ وي ویل:

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د پټو ترهګرو په ضد دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس کړي .

د ښاغلي ډار وینا وه چې ګاونډي هیوادونه باید خپلو کې د اړوند همکاریو له لارې د ترهګرۍ مخه ونیسي ځکه چې په امنیت کې ژوند د هر چا په ګټه دی.

تېره اوونۍ د پاکستان او افغانستان ترمينځ تاؤ تريخوالي وروسته له هغې نور هم زيات شو کله چې په شمالي وزيرستان ميرعلي سيمه کې د پوځ په يوه پوسته د وسله والو لخوا یو خونړی بريد وشو او دپاکستان د پوځ دوه لوړ پوړي افسران اوپينځه عسکر پکې ووژلی شول.

په شمالي وزیرستان کې د شوي دغه برید نه یوه ورځ وروسته پاکستاني الوتکو د افغانستان په خاوره خوست اؤ پکتیا ولایتونو کې هوایي بریدونه وکړل اؤ دعوه یې وکړه چې دې بریدونو کې یې د ترهګرو ځالې په نښه کړې دي خو افغان طالبانو اؤ ټي ټي پي د پاکستان دعوې رد کړې وې او ویلي یې وؤ چې د پاکستان بریدونونو کې ښځې اؤ ماشومان وژل شوي دی.

افغان طالبانو هم ډیورنډ کرښې ته څېرمه په کورمه پاړه چنار سيمه کې د پاکستان په پوځي مقاماتو بریدونه کړي وؤ چې د مرګ ژوبلې رپورټونه هم پکې مخې ته راغلي وؤ.

ښاغلي اسحاق ډار یو وارې بیا دا تور تکرار کړو چې په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه د ټي ټي پي لخوا شوي چې په افغانستان کې ځالې لري اؤ وي ویل د طالبانو حکومت باید ددې ترهګریزو بریدونو غندنه وکړي .

هغه وویل ترهګري ګډه ستونزه ده اؤ ددې مخه د ګاوندي هیوادونو لخوا په ګډې همکارۍ سره نیول کیدای شي.

تر اسحاق ډار وړاندې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ هم رسنیو ته ویلي وؤ چې ترهګري د افغانستان اؤ پاکستان ګډه ستونزه او اندېښنه ده او د دې په ضد ګډې هلې ځلې پکار دي.

څيړونکي وایي د ترهګرۍ په ستونزه د قابو موندلو لپاره د پاکستان او افغانستان چاروکي باید له یو بل سره کښېني اؤ په یوه داسې ګډه تګلاره جوړولو غور وکړي چې په عملي کېدو یې د دواړو هیوادونو ولسونه له ترهګرۍ خلاصون موندلی شي.

خو دوی وايي د پاکستان امنيتي ادارې باید یوازې په افغانستان تورونه ونه لګوي بلکې پخپله هم ورته د خپل هیواد دننه د ترهګرۍ مخه نیول پکار ده.

په پېښور کې د یو پاکستاني ټي وي چینل سیمه ییز مشر اؤ خبریال ښاغلی طارق وحید وي او ډیوه ته ویلي "وړومبی به مونږ ته خپل کور سمول وي او بيا که له پولې هغې غاړې نه ترهګرو سره څه مرسته کېږي نو بيا به مونږ په ګاونډي او نورو هېوادونو باندې تور لګولی شو"

د پوځ مطبوعاتي ادارې آي اېس پي ار تېره اوونۍ په خپل يو بيان کې ويلي وؤ په پاکستان کې د ترهګرۍ دروانې چپې تر شا د افغانستان ملاتړ دی.

خو افغان طالبانو تل د پاکستان تورونه رد کړي او درځ لري چې پاکستان دې په خپل هېواد کې دننه ترهګرۍ مخه پخپله ونیسي .

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG