لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند د  مشر محمود خان اڅکزي د نیولو عدالتي امر شوی


د جمعې په ورځ د کوټې د جوډيشل مجسټرېټ په جاري کړل شوې حکمنامه کې پوليسو ته ويل شوي چې د پښتونخوا ملي‌ عوامي‌ ګوند او د یوه نوي احتجاجي تحریک مشر محمود خان اڅکزی ونيول شي او عدالت ته دې پر 27م اپرېل وړاندې کړل شي.

د پوليسو د يوه لوړ پوړي چارواکي په وينا د محمود خان اڅکزي پر ضد څو مياشتې پخوانۍ يوه مقدمه درج ده چې وایي د هغې په بنیاد پوليسو او عدالت ته د نه حاضرېدو له کبله د ښاغلي اڅکزي د نيولو او حاضرولو امر شوی دی.

د محمود خان اڅکزي د ګوند صوبايي صدر بلوچستان قهار خان ودان په خبره دا بې بنياده او دروغجنه مقدمه ده، خو وایي د دوی ګوند به د خپل مشر د ضمانت لپاره عدالت ته ځي.

ښاغلي ودان د ټيليفون له لارې وي او اې ډيوه ته په خبرو کې دا مقدمه د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري د محمود خان او د خپل ګوند پر ضد يو "سياسي انتقامي عمل" وبله او ویې ویل:

"موږ به بيا هم په يوه قيمت له خپل سياسي مرام څخه پر شا نه شو، موږ په پاکستان کې د ټولو ادارو ایيني ازادي او په سياست کې د ملکي ادارو مداخلت بندېدل غواړو چې په همدې خبره موږ ته سزا راکول کېږي".

د محمود خان اڅکزي پر ضد د پوليسو له لوري مقدمه د روان کال 2024م د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې درج شوې وه، خو د رسنیو ځکه اوس ور پام شو چې دد هغه د نیولو امر وشو.

په همدې وخت کې محمود خان اڅکزی د پاکستان تحريک انصاف د ګوند په خوښه د سُني اتحاد کونسل له لوري د پاکستان د ولسمشرۍ يا صدارت لپاره نوماند شوی وو.
د محمود خان اڅکزي له نوماند کېدو څه موده پس د کوټې په کواري روډ سيمه کې د هغه کور ته څېرمه پر يوه خالي پلاټ پوليسو چاپه وهلې وه، او له هغه ځايه د يوه تن د نيولو دعوه کړې وه.

پوليسو تور پورې کړی چې ياد پلاټ په زوره نيول شوی او قبضه کړل شوی چې کله دوی هلته د مځکې د خلاصولو لپاره ورغلي او چاپه يې وهلې نو د محمود خان اڅکزي شخصي ساتونکی د پوليس د چاپې پر وخت د سرکار په کار کې مداخلت يا لاسوهنه کړې چې پوليسو هغه وخت ياد تن له ځانه سره وړی او د هغه پر ضد يې مقدمه درج کړې وه.

د قهار خان ودان په وينا ياد تن دوی هغه وخت په عدالتي ضمانت خلاص کړی او له دې مقدمې سره کوم تړاو نه لري، ودان وایي "کومه مځکه چې پوليس او سرکار يادوي له دې سره د محمود خان او کورنۍ يو ډول تعلق هم نه شته".

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د محمود خان اڅکزي د نیول کېدو د امر غندنه کړې او پر دې مقدمه یې افسوس څرګند کړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG