لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس په خپلې محبوبې پسې ورغلی امریکايي پوځي د غلا په تور نيولی دی


د څو امریکايي چارواکو په وينا د امریکې يو پوځي د روس ساحلي ښار ولاديوستوک ته د خپلې محبوبې (ګرل فرېنډ) ليدو له ورغلی، د هغې نه د غلا په ‏تور په نيول شوی دی.‏

امریکايي چارواکو د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي، ‏‎34‎‏ کلن سټاف سارجنټ ګورډن بلېک په جنوبي کوریا کې په ډيوټۍ وو او هغه بيرته خپل کور ټکساس ته ‏تللو. ‏

خو چارواکو ويلي، بلېک چې واده کړی دی، د اوږدې مودې خپلې محبوبې څنګ ته روس تللی. ويل شوي د هغه د نيولو سره د امریکې او روس اړيکې ‏نورې پېچلې شوي او د اوکراين د جګړې په لړ کې تاوتريخوالی ورسره نور سېوا شوی دی.‏

چارواکو د نوم نه ښکاره کولو په شرط دغه تفصيل شريک کړی دی.‏

‏ د پوځ وياندې سنتيا سمېت د زیارت- پنجشنبې په ورځ تاييد کړې چې يو پوځي د ناوړه چلند په تور په ولاديوستوک کې په لوی پوځي او سوداګريز بندر ‏نيول شوی دی.‏

هغې ويلي، روس د پوځي په نيولو امریکا خبر کړې او د پوځي کورنۍ هم خبر کړل شوې ده.‏

سمېت ويلي، "د امریکې د بهرنيو چارو وزارت پوځي ته په روس کې د کونسلګرۍ د مرستو رسايي کوي".‏

چارواکو ویلي، د ګورډن بلېک محبوبه په جنوبي کوريا کې مېشته وه هلته د دوی دواړو په څه خبره اختلاف راغلی او هغې بيا جنوبي کوريا پرېښودې ده.‏

دا نه ده څرګنده شوې چې د بلېک محبوبه د جنوبي کوريا نه ولې تللې يا په ويستلو مجبوره کړل شوې، د کوريا چارواکو ویلي، د پېښې پلټنې کوي.‏

چارواکو دا هم ويلي، بلېک روس ته د تلو په اړه خپل يونټ نه وو خبر کړی او نه هغه ته هلته د تلو حکم ورکړل شوی وو.‏

چارواکو ويلي، امریکايي پوځي په رخصتۍ وو او د جنوبي کوريا نه یې واپسي په دې هدف وه چې هغه په ټکساس کې خپل يونټ ته لاړ شي.‏

دا هم نه ده څرګنده چې د امریکې پوځي عسکر روس ته د تلو څخه منع کړل شوي، خو د بهرنيو چارو وزارت خپلو وګړو ته په سختۍ مشوره ورکړې چې ‏روس ته نه ځي.‏

په روس کې د مخکې نه امریکايان بندي دي، په دوی کې د وال سټريټ جنرل خبريال ايون ګرشکووج او د کارپورېټ سيکيورټي مشر پال ويلن شامل دي.‏

امریکې د دغو کسانو نيول بې بنیاده ګرځولي او د هغوی د خوشي کولو دپاره خبرې اترې کوي.‏

په روس کې د ټريوس ليک په نوم موسيقار هم بندي دی په هغه تېر کال د نشه يي توکيو ساتلو تور لګول شوی او نيول شوی وو، مارس فوګل چې په ‏ماسکو کې استاد وو هغه هم د نشه يي توکيو په تور ‏‎14‎‏ کاله بندي کړل شوی، او د غبرګ شهريت السو کرماشيوا او سينا خوانا هم په بنديانو کې شامل ‏دي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG