لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ: "د ټي ټي پي ترهګر د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کوي"‏


د پاکستان د پوځ وياند يو ځل بيا تکرار کړه، "د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترهګر د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کوي، د ‏ترهګرۍ وروستۍ پېښې د افغانستان نه شوي، پاکستان د افغانستان د عبوري حکومت سره په هره کچه مرسته کړې خو افغان عبوري حکومت تراوسه ‏خپلې ژمنې نه دي پوره کړي".‏

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په خبري غونډه کې وويل، "کلک شواهد موجود دي چې د ټي ټي پي ترهګر د افغانستان خاوره ‏کاروي".‏

د پاکستان د پوځ وياند دعوې ته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا سمدستي ځواب مخې ته نه دی راغلی، خو طالبان له دې وړاندې د پاکستان دغه ‏ډول تورونه تل رد کړي او وايي، پاکستان دې د خپلې ناکامۍ تور په افغانستان نه لګوي.‏

پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګري

احمد شريف چودري وويل، د تیرو څو میاشتو راهسې ترهګر او سهولت کار یې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امنیت خرابولو هڅې کوي، خو ‏امنیتي ادارې یې د مخنيوي هڅه کوي.‏

نوموړي د جنورۍ په مياشت کې د مچ په اېف سي کېمپ د بي اېل اې د بريد، په ‏‎16‎مارچ کې په شمالي وزيرستان کې په پوسته د بريد يادګېرنه وکړه او وې ‏یې ویل، پاکستان بيا په افغانستان کې عمليات وکړل او اته ترهګر یې ووژل. ‏

پوځي ویاند په ګوادر کې د ‏‎20‎م مارچ د حملې ناکامه کولو وویل، او په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا په بشام کې په چينايي انجينيرانو د حملې په اړه یې ‏وويل، "په دغه بريد کې پينځه چينايي او يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، خودکش بمبار هم افغان وګړی ‏وو، پاکستان د دغو پېښو په کلکه غندنه کوي".‏

نوموړي په په تربت، شمالي وزيرستان او پشين کې د عملياتو او بريد کوونکو د وژلو يادګېرنه هم وکړه.‏

هغه تور ولګوو، "پاکستان کې د ترهګرۍ د تازه څپې غټ علت ټي ټي پي ته د افغانستان څخه ترلاسه کېدونکې سهولت کاري، او نوې وسله ورکول هم ‏دي، د پوځ مشر څو ځله ويلي چې پاکستان کې د ترهګرو دپاره هيڅ ځای نشته".‏

د پوځ وياند وویل، پوځ روان کال د ايران په سرحدي علاقه کې عمليات کړي او څو ترهګر یې وژلي وو. ‏

ترهګري

احمد شریف وویل، "پاکستان د اوږدې مودې نه د افغان کډوالو کوربه توب کوي، خو د پاکستان د هڅو باوجود، او بيا بيا په رياستي کچه افغان عبوري ‏حکومت ته په ګوته کولو، د ټي ټي پي ترهګر د افغانستان خاوره کاروي او پاکستان کې ترهګري کوي".‏

هغه زياته کړه، "پاکستان په دغې اړه کلک شواهد ورکړي خو په هغې تراوسه پورې کوم مثبت پرمختګ نه دی شوی، د تازه ترهګرۍ د پېښو کړۍ او ‏شواهد په افغانستان کې د موجودو ترهګرو پناه ځايونو ته رسي".‏

هغه وویل، "پاکستان د طالبانو د حکومت په نړيواله کچه هر ډول مرسته کړې خو طالبانو چې په دوحه کې کومې وعدې کړې په هغې یې تراوسه پورې عمل ‏نه دی کړی، په دغه معاهده کې ښکاره ليکل شوي چې د افغانستان خاوره به د کوم ملک خلاف نه کاريږي خو کلک شواهد موجود دي چې د ټي ټي پي ‏ترهګر د افغانستان خاوره کاروي په دغه لړ کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت احتجاج هم کړی او د پوځ مشر پرې تحفظات هم څرګند کړي دي".‏

د طالبانو حکومت بيا بیا وايي، د افغانستان خاوره د کوم بل هيواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.‏

افغان کډوال

د پوځ وياند وويل، د غېر قانونه بهر ملکيانو ویستلو پرېکړه د ملک د ګټو په خاطر شوې وه، "تراوسه پورې ‏‎5,63,639‎‏ غېر قانونه افغانان خپل ملک ته ‏ستانه شوي، خو اوس هم په لکونو افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي".‏

پاکستان تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د غېر قانونه غېر ملکيانو ویستلو پرېکړه کړې، په افغانستان کې واکمنو طالبانو ، پاکستان کې سياسي او ‏مذهبي ګوندونو او د بشري حقونو فعالو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو غوښتنه کړې وه.‏

د احمد شريف په خبره، د غېر قانونه افغانانو ويستلو پرېکړه د پاکستان حکومت ځکه کړې وه چې يو لور ته د پاکستان په اقتصاد بوج سېوا کېدو او بل ‏اړخ ته د امنيت حالات هم خرابېدل.‏

پوځي عمليات

د پوځ وياند وویل، روان کال امنیتي ځواکونو ټول ‏‎13,135‎‏ غټ واړه عمليات کړي، ‏‎239‎‏ ترهګر یې وژلي او ‏‎396‎‏ يې نيولي دي، او هره ورځ د ‏‎100‎‏ پورې ‏عمليات کيږي، په دغو عملياتو کې ‏‎19‎‏ مهم ترهګر وژل شوي او نيول شوي هم دي.‏

هغه زياته کړه، روان کال په دغو عملياتو کې دوه افسران او ‏‎60‎‏ پوځي اهلکار وژل شوي دي. وسله وال ځواکونه به د ملک څخه ترهګري ختموي او دا ‏کاميابه جګړه به د وروستي ترهګر د خاتمې پورې روانه وي.‏

هغه وويل، د افغانستان سره په پوله د بارډر منېجمنټ يا پولې د انتظام کار ‏‎98‎‏ فيصده بشپړ کړل شوی او ايران سره په پوله ‏‎91‎‏ فيصده کار شوی او ‏افغانستان سره په پوله د ترهګرو د مخنيوي دپاره ‏‎753‎‏ قلعې جوړې شوي او ایران سره په پوله ‏‎89‎‏ قلعې جوړې شوي دي.‏

پاکستان کې چينايي وګړي

د پوځ ویاند وویل، پاکستان کې خواوشا ‏‎29,000‎‏ چينايي وګړي موجود دي، په دوی کې خواوشا ‏‎25,00‎‏ په سي پيک پروژو کار کوي، او ‏‎5000‎‏ خواوشا په ‏نورو پرمختيايي پروژو کار کوي پوځ او نورې امنیتي ادارې ته تحفظ ورکوي.‏

د بشام د پېښې په اړه یې وويل، د دغه پېښې هدف د پاکستان چين دوستۍ ته تاوان اړول وو او پاکستان اقتصادي پرمختيا او سي پيک ته تاوان اړول او ‏ځينې ګاونډي هيوادونو هم په دې کې لاس لري.‏

بې درکه کسان

احمد شریف چودري وويل، د بې درکه کسانو مسله يوه پېچلې او مهمه مسله ده، په وروستيو کې ځينې ترهګر ووژل شو د هغو نومونه د بې درکه کسانو په ‏نوملړ کې وو.‏

هغه زیاته کړه د ‏‎2011‎م نه وروسته حکومتي کمېشن په دې کار کوي په مطبوعاتو کې دغه مسلې ته هوارول کيږي خو د کمېشن د جوړولو راهسې کمېشن ‏ته خواوشا ‏‎10,000‎‏ پېښې راوړل شوي او په دې کې ‏‎80‎‏ قضيې هوارول شوي دي.‏

د نوموړي په خبره، پاکستان کې دغې مسلې ته هوا ورکول کيږي او پروپېګنډا کيږي. "ايا په افغانستان کې د ټي ټي پي ترهګر موجود نه دي؟ او ایا د بي ‏اېل اې ترهګر په ګاونډي هيواد کې موجود نه دي؟". ‏

هغه وویل، حکومت دغه مسلې ته جدي ګوري او ټولې ادارې په دې کار کوي.‏

نهمه مې

د پوځ وياند وویل، "نهمه مې د پاکستان د پوځ مقدمه نه ده د ټول پاکستان د ولس مقدمه ده"، "که د پاکستان په نظام انصاف او جزا او سزا باندې يقين ‏کول وي نو د نهمې مې ملزمانو ته به د ايين او قانون ترمخه سزا ورکول وي".‏

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.‏

دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.‏

احمد شریف چودري وویل، اوس د نهمې مې د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو ویل کيږي، نو دغه پېښې خو ښکاره دي، "خو که عدالتي ‏کمېشن جوړيږي مونږ تيار يو خو که عدالتي کمېشن جوړول کيږي نو هغه دې د ‏‎2014‎م د دهرنې، پارلیمان باندې د حملې، پي ټي وي باندې د حملې، آی ‏اېم اېف ته د خطونو او نهمې مې د پېښو پورې ټولې پلټنې وکړي".‏

پاکستان تحريک انصاف ګوند د نهمې مې د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کوي.‏

پوځي وياند وویل، "مونږ له د خپل، سزا او جزا په نظام د يقين کولو دپاره ضروري ده چې د نهمې مې ملزمانو ته د ايين او قانون لاندې زر تر زره سزا ورکړل ‏شي".‏

د پوځ وياند د تحریک انصاف ګوند او د دغه ګوند د مشر د نوم اخستو بغېر وويل، " د انتشاري ټولې سره خبرې نه شي کېدی، خبرې اترې سياسي ‏ګوندونه کوي د انتشاري ټولې سره يواځينۍ لاره دا ده چې د زړه نه معافي وغواړي او تعميري سياست وکړي".‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG