لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو یو مهم تن محمد عمرجان اخوندزاده په کوټه ښار کې وژل شوی


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو یو مهم تن او د دوی د کره کتنې د ادارې غړی مولوي محمد عمرجان اخوندزاده د بلوچستان په کوټه ښار کې په ډزو وژل شوی دی خو د وژنې ذمه واري یې لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.

دیني عالم عمرجان اخوندزاده د کوټې ښار شمال لوېدیځ لور ته په «نوي کلي» نومي سيمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی دی. د طالبانو مهمو مشرانو په تېرو شاوخوا دېرشو کلونو کې په کوټه ښار او شاوخوا سیمو کې ژوند کړی دی.

د نوي کلي پوليس تاڼې مشر يا ايس ايچ او نعمت الله خلجي وي او اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل، "مولوي عمر جان صاحب له خپلې مدرسې د خپل کور لوري ته روان وو چې بېګا د شپې وژل شوی او پر سينه دوې ګولۍ لګېدلی وو".

د مولوي عمر جان د وژنې ذمه واري کوم چا نه ده منلې. تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې د تېر افغان حکومت په مهال د طالبانو مشران وژل شوي خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی یو مهم کس په دې صوبه کې وژل شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د عمرجان وژنه غندلې او دا يې "ستر جرم" بللی دی. مجاهد د جمعې په ورځ پر پخواني ټويټر اوسني ايکس پاڼه د هغه د وژنې ځای نه دی ښوولی خو ليکلي یې دي:

"د هېواد جید دیني عالم، د اسلامي امارت د کره کتنې ادارې عضو او د کندهار د جهادي مدرسې استاذ شیخ الحدیث محمد عمرجان اخندزاده په شهادت ورسید. د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانېدونکې علمي ضایعه بولي".

د نوي کلي د پوليس د مشر نعمت الله خلجي په خبره د مولوي عمر جان کورنۍ د هغه د نيکه له وختونو دلته په نوي کلي کې اباده ده او دلته د «مليزي جومات» په نامه د خپل مسجد امامت یې کاوه، وايي په ياد جومات کې د هغه نيکه، پلار او اوس دی خپل امام وو.

د نوي کلي يو اوسېدونکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې مولوي عمر جان يې له نیژدې پېژانده او د هغه په امامت کې يې د هغوی په جومات کې لمونځونه ورپسې کړي دي.

د ايس ايچ او په وينا د مولوي عمر جان د وژنې مقدمه يې د هغه د زوی فضل حنان په مدعيت کې د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړې ده:

"د مولوي صاحب جسد افغانستان ته د هغه پلرنۍ هدیرې ته يووړل شو، هلته يې ماته کلی کور معلوم نه دی چې دوی د کوم ځای دي".

د يادې پېښې په اړه مو په کوټه کې په افغان کونسلګرۍ کې د افغان طالبانو له استازو سره د ټيليفون له لارې حال وکړ خو د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم ځواب ونه ويل شو.

د بلوچستان حکومت ايالتي ترجمان شاهد رند هم د دې پېښې په اړه د وي او اې ډیوه ټیلیفون ته ځواب نه دی ويلی.

دا لومړی ځل نه دی چې په بلوچستان کې د افغان طالبانو مهم کس وژل کیږي، د 2013م کال په دسمبر کې د طالبانو دوه لوړپوړي مشران ملا نورالله هوتک او ملا عبدالمالک هم په کوټه کې وژل شوي وو.

له هغه وروسته د 2014م کال په جنورۍ کې هم په کوټه ښار کې د افغانستان د علماوو د شورا مشر او د طالبانو ملاتړى عالم شيخ عبدالله ذاکري وسلوالو کسانو په ډزو وژلی وو.

د مولوي عمرجان اخوندزاده د وژنې خبر په داسې وخت کې راځي چې د پاکستان او د افغان طالبانو تر منځ د تحریک طالبان پاکستان او پر ډیورنډ کرښه د شخړو له کبله له تېرو دوو کلونو راهيسې اړیکې ښې نه دي.

په افغانستان کې د تحريک طالبان د وسلوالو د شته والي او بيا له هغه ځايه په پاکستان کې د ناامنۍ په پېښو کې د لاس لرلو تورونه پاکستان لګوي خو افغان طالبان بيا وايي چ تحريک طالبان د پاکستان خپله داخلي مسئله ده او دوی دې دا ستونځه په خپلمنځي مذاکراتو حل کړي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG