لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که د امریکا لومړیتوب نه دی نو ایا افغانستان اوس د منځنۍ اسیا ستونزه ده؟


واشنګټن – د افغانستان د منځنۍ اسیا ګاونډیان هیله لري چې امریکا به لکه څنګه چې یې د سپټمبر په سرمشریزه کې ژمنه کړې د دوی په سیمه کې خپل رول پراخ کړي.

د هیلو په کتار کې افغانانو ته د نورې بشري مرستې استول، د تجارت پراخوالی او له افغانستان څخه د راپاسېدونکې ترهګرۍ سره مبارزه شامله ده.

چارواکو چې له امریکا غږ سره خبرې کړي وايي، ښايي افغانستان ته زیاته مرسته د ازبکستان له لیارې واستول شي.

د دې ترڅنګ واشنګټن کولای شي چې د مځنۍ اسیا هېوادونو ته نوره پوځي مرسته وړاندې کړي او ښايي د هغوی د سیمیز اتصال د نوښت په برخه کې یې ملاتړ وکړي.

که څه هم هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل نه دي اعلان کړي، خو د منځنۍ اسیا هېوادونه له طالبانو سره د دوه اړخیزو ګټو، لکه سوداګرۍ، امنیت او د اوبو د شراکت په څېر مسلو کې ښکېل دي.

ازبکستان چې له کابل سره زیاتې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري له لویدیځ او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې افغانستان یواځې پرې نه ږدي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو څخه د نېږدې درې کالو له تېرېدو سره امریکايي چارواکي په دې ټینګار کوي چې دوی افغانستان نه دی پریښي او د منځنۍ اسیا له شریکانو سره خپلو روانو هڅو او مشورو ته اشاره کوي.

خو دوی دا وايي، چې د واشنګټن لومړیتوبونه نورو اړخونو ته اوښتي لکه په اوکراین کې د روس جګړه.

یو پخوانی ډپلومات او په دفاع وزارت کې د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا لپاره پخوانی مرستیال وزیر ډېوېډ سېډني امریکا غږ ته وویل،

"دا به د امریکا لپاره یوه او یا دوه لسیزې وخت ونیسي چې له دې حقیقت څخه ورغېږي چې مونږ جګړه بایلوده."

هغه وړاندې وویل، "دې مونږ ته شل کاله وخت ونیوه مخکې له دې چې مونږ بیا په ویتنام کې په اغېزناکه توګه ښکېل شو."

د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د افغانستان او مرکزي اسیا د پروګرامونو مشر سکاټ ورډن وايي، "د امریکا او نورو نړیوالو شریکانو لپاره لا زیات فرصتونه دي چې طالبانو سره هغه وخت خبرې وکړي چې غواړي یې."

هغه وویل، "دا ټول د یوې ډېرې پېچلې نړیوالو خبرو برخه ده."

خو د مرکزي اسیا انسټیټیوټ چېرمېن فریډرېک سټار وايي، چې افغانستان "په تریخ ډول د اوس لپاره هېر شوی."

سټار ټینګار کوي چې دا هېواد د سیمې د وصال او ثبات لپاره ډېر مهم دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG