لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملتان سلطانز ته په ماتې ورکولو اسلام اباد یونایټیډ په دریم ځل د پي ایس ایل اتلولي وګټله


د پاکستان سپر لیګ د نهم سیزن فاینل سیالۍ کې ملتان سلطانز ته په ماتې ورکولو اسلام اباد یوناټیډ په دریم ځل د پي‌ ایس ایل د اتلولۍ ویاړ ګټلی دی.

د ملتان سطانز لخوا ورکړل شوی د 160 منډو هدف د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې د اتوؤ لوبغاړو په تاوان په وروستي بال ترلاسه کړو اؤ په دوؤ ویکټو یې فاینل سیالي وګټله.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د کراچۍ نیشنل اسټیډیم کې د ترسره شوې دې مهمې سیالۍ ملتان سلطان وګټله اؤ پخپله یې وړومبی د بیټنګ کولو پرېکړه وکړه.

ملتان سلطانز په ټاکلو 20 اوورونو 9 لوبغاړ په تاوان 159 منډې جوړې کړې چې تر ټولو زیاتې منډې پکې د عثمان خان 57 وې.

محمد رضوان 26 اؤ افتخار احمد په 20 بالونو 32 منډې وګړې ، د افتخار احمد په منډو کې درې شپږیزې اؤ درې څلوریزې هم شامل وې.

د اسلام اباد یونایټیډ عماد وسیم په 23 منډو ورکولو د ملتان سلطانز پینځه لوبغاړي وسوځول.

د ملتان سلطان د 160منډو د هدف په تعقیب کې په وړومبي سر کې د اسلام اباد یونایټیډ لوبه مایوس کوونکې وه اؤ وړومبی لوبغاړی یې کولن منرو یې په 17 منډو په هغه مهال وسوځېدو چې دغه لوبډلې ټولې 26 منډې کړې وې.

تر هغې وروسته اغا سلمان په 10 اؤ شاداب خان په 4 منډو وسوځېدل.

مارټن ګپټل اؤ اعظم خان په ذمه دارانه توګه خپلې منډې په مخکې یوړې اؤ په ګډه یې 47 منډې وکړې خو مارټن ګپټل چې کله خپلې منډې 50 ته ورسولې نو وسوځېدو اؤ تر هغې ورسته اعظم خان هم د 30 منډو په جوړولو د اسامه میر په بال وسوځېدو.

په دې سیالۍ کې د اسلام اباد یونایټیډ لوبغاړي هم یو په بل پسې سوځېدل اؤ لوبه یو سنسي خیز یا د وسوسې پړاؤ ته ننوتله خو د عماد وسیم اؤ نیسم شاه جارحانه بېټنګ د اسلام اباد یونایټیډ لوبډله د اتلولۍ درشل ته نزدې کړه.

اسلام اباد یونایټیډ د اتوؤ لوبغاړو په تاوان د 160 منډو هدف په وروستي بال ترلاسه کړو اؤ ملتان سلطانز ته یې په دوؤ ویکټو د ماتې ورکولو سره د پاکستان سپر لیګ د نهم سیزن اتلولي وګټله.

تر دې وړاندې اسلام اباد یونایټیډ په کال 2016م اؤ بیا ورپسې په کال 2018م کې هم د پي ایس ایل اتلولي ګټلې وه.

په دې فاینل سیال کې عماد وسیم 19 منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلی پاتې شو نو ځکه د فاینل سیالۍ غوره لوبغاړی وګرځول شوی.

د پي ایس ایل د د غوره توپ وهونکي جایزه د ملتان سلطانز عثمان خان وګټله اؤ غوره باولر جایزه بیا د ملتان سطانز د اسامه میر په برخه ورسېده.

اعظم خان ته د ټورنامنټ د غوره وکټ کیپر اؤ شاداب ته خان د ټورنامنټ د غوره لوبغاړي جایزې ورکړل شوې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG