لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: بمي چاؤدنه کې قبائيلي مشر وژل شوی


قبائيلي مشر باندې د ټوچي خوړ سره د تېرېدو په مهال د سړک غاړې ښخ بم چاؤدلی دی .
قبائيلي مشر باندې د ټوچي خوړ سره د تېرېدو په مهال د سړک غاړې ښخ بم چاؤدلی دی .

د پاکستان په نيمه قبائيلي سيمه بنو کې د سړک غاړې ښخ يو بم په چاؤدنه کې ځايي قبائيلي مشر وژل شوی او زويې ژوبل شوی دی .

د نيمي قبائيلي سيمې (اېف اربنو) پوليټيکل چارواکو وئيلي د بکاخېلو سيمې قبائيلي مشر سعدعلي خان نن د اتوار په سحر په خپل ګاډې کې بنو پله روان ؤ ، چې د ټوچي خوړ سره د تېرېدو په مهال پرې د سړک غاړې ښخ بم چاؤدلی دی .

د چارواکو په وينا قبائيلي مشر باندې ريموټ بمي چاؤدنه شوې ده .

د پوليټيکل چارواکو په وينا بمي چاؤدنه کې سعدعلي خان وژل شوی او هغه سره په ګاډي کې موجود زويې ژوبل شوی دی .

سعدعلي خان د بکاخېلو قبائيلي مشر ؤ او په تېر وخت کې يې په سيمه کې د وسله والو په ضد امن لښکر جوړ کړی ؤ .

د راپورونو ترمخه د لشکر عسکري په نوم د يو تنظيم وياند چې ځان يې عبدالله وزيرستاني معرفي کړی په قبائيلي مشر د بمي چاؤدنې زمه واري يې قبوله کړې ده . عبدالله وئيلي د هغويې (وسله والو) په ضد پوځي عملياتو کې د پوځ د ملګرتيا کولو په بدل کې يې سعدعلي خان په هدف کړی دی .

له دې وړاندې هم د پاکستان د قبائيلي او نيمو قبائيلي سيمو ترڅنګ د خېبرپښتونخوا صوبې په بېلا بيلو سيمو کې د امن لښکرو او کمېټو په مشرانو حملې او بمي چاؤدنې شوي او وژل شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG