لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلینکن هرکلي ته سره غالۍ نه وه غوړول شوې; نن یې د چین له صدر او دوو وزیرانو سره لیدلي


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن چین ته د سفر په ترڅ کې نن د جمعې په ورځ د دې هېواد له صدر شي جینپینګ، د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او د ولسي امنیت له وزیر وانګ ژیاهانګ سره لیدلي دي.

بلینکن له اعلی چينايي چارواکو سره د لیدو په وخت د امريکا او چين تر منځ په "ذمه دارانه توګه د اختلافاتو ختمولو" پر اهميت ټينګار کړی، ځکه د دواړو هېوادونو تر منځ د ځینو لانجمنو دوه اړخيزو، سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو له کبله اړیکې خرابې دي.

بلینکن د جمعې په ورځ د چین د بهرنیو چارو او ولسي امنیت له وزیرانو سره د لیدو په اړه پر خپل ایکس پوسټونه هم کړي او لیکلي یې دي چې له دوی سره یې پر دوه اړخیزو مسایلو تفصیلي خبرې کړې دي:

"ما نن د چين د پیپلز ریپبلک له مشر وانګ يي سره پر ژورو او مهمو موضوعاتو خبرې وکړې. موږ د ګډو ګټو له اړخونو سره سره د نشه یي توکو خلاف د مبارزې په ګډون پر اختلافي مسایلو بحث وکړ چې پکې پرمختګ به یې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه ورسوي".

له دغو لیدنو وروسته ښاغلي بلینکن له چین سره د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې په ګډون د پوځي اړیکو، مصنوعي ځراکت او دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې د پرمختګو یادونه هم کړې ده.

بلینکن چین ته د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره له هیلو سره تللی خو دا عمل شکونه او تعصب ښکاره کوي چې په چین کې د امریکې د دې اعلی سفارتکار هرکلي ته روایتي سره غالۍ نه وه غوړول شوې او دا د بېجنګ یو غیرمعمولي پیغام ښکاره کوي.

بلینکن د خپل درې ورځني سفر پیل د شورو- چارشنبې په ورځ له شانګهای ښاره وکړ او ځینې آنلاین مبصرینو او څېړونکو دا خبره را پورته کړه چې د چین حکومت یو "درانه مېلمه" ته د سرې غالۍ غوړولو روایتي دود تر سره نه کړ.

د چین د سرکاري مېډیا ګلوبل ټایمز مخکیني مشر ایډیټر هو شایجن پر ایکس رسنۍ په یو پوسټ کې ویلي، بلینکن چې شانګهای ته ورسېد د ډېرو خلکو پام شول چې له طیارې د را کښته پر وخت هغه ته سره غالۍ نه وه هواره کړل شوې. شایجن لیکلي:

"که څه هم امریکا له مخکې لا د ولسي رایې جوړولو ته تیاري کړې وه، خو چین ته د هغه [بلینکن] سفر ته د یوې 'غوښتنې' په توګه باید وکتل شي".

په نیویارک کې د یوې څېړنیزې ادارې څېړونکي ګورډن چانګ د هو شایجن پوسټ ته په جواب کې لیکلي، "بلینکن چې لا په شانګهای کې له الوتکې پښه هم نه وه را بهر کړې چین یې سپکاوی وکړ".

پر سوشل مېډیا نورو خلکو هم دا د چین له خوا بلینکن ته د احترام نه ورکول ګڼلي چې د هغه هرکلي ته یې د نورو نړیوالو مېلمنو غوندې سره روایتي غالۍ نه وه غوړولې.

د امریکې او چین تر منځ په لوړه کچه د رابطو تر بحالۍ وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې یو څه نرمې شوې دي خو د تجارت په ګډون پر ډېرو مسایلو یې لا هم اختلافات پر ځای پاته دي.

چین ته د بلینکن تر سفر مخکې امریکایي رسنیو ویلي وو، د اوکراین خلاف د روسي جګړې د ملاتړ د مخنیوي لپاره امریکا پر دې معامله غور کوي چې پر ځینو چینایي بېنکونه بندیزونه ولګوي.

بلینکن تر خپل سفر مخکې په خارجه وزارت کې د 2023م کال د بشري حقونو د حالت په اړه د رپوټ وړاندې کولو په وخت په واشنګټن کې ویلي وو چې د چین په سینکیانګ سیمه کې ایغور مسلمانان له "نسل وژنې" او "بشرضد جرمونو" سره مخ دي.

بلینکن چې په کومه ورځ چین ته ورسېد په هماغه ورځ د امریکې صدر جوبایډن د یوې داسې قانون منظوري ورکړه چې پکې له تایوان سره پوځي مرسته او پر چینایي کمپنۍ بایټ ډانس باندې له ټیک ټاک څخه د جلا کېدو فشار شامل دي.

د چین پر مشهوره سوشل مېډیا «ویبو» باندې د اینټني بلینکن د سفر په اړه کمې خبرې لیدل کیږي او په دې بحث کې د امریکا ضد لهجه ښکاریږي.

یادونه:- په دې رپوټ کې د وي او اې خبریالې ایډریانا ژانګ هم مرسته کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG