پاکستان په وروستیو کلونو کې له سختو موسمي بدلونونو سره مخ دی او د دغو بدلونونو له امله د هېواد تر ټولو وروسته پاتې صوبې بلوچستان کې د کرنې برخه هم سخته اغېزمنه شوې ده. په دې کې د مالي زيانونو ترڅنګ خلک هم ژوند له لاسه ورکوي. د حمید سمسور رپوټ:
پاکستان سټیټ بینک په ملک کې د سود کچه په ځای ساتلې خو کاروباریان وایي د حکومت دې فیصلې مايوسه کړي دي. سوداګر او اقتصاد پوهان په ملک کې د توانایي د زیاتو بیعو له وجی د وړاندې څخه کاروبارونه تاوان سره مخ دی. تفصيل د ریاض حسین په رپوټ کې
په پيښور کې د سپېشل پرسنز ډیولپمنټ ایسوسی ایشن ( ایس پي ډي اې) نومې ادارې د سوري لاندې، د جسماني اړخه معذوره فعالانو صوبائي غونډه شوې چې صوبه کې یې د معذورو خلکو دپاره د بنیادي حقونو غوښتنه کړې ده. نور تفصیل د سعدیه قاسم شاه په رپوټ کې:
د امریکا 2024 کال صدراتي انتخاباتو امیدوار او پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ پلان لري چې روانه اونۍ د امریکا په مېشيګن ریاست کې خپل انتخابي مهم وکړي. مېشيګن د هغه څو ریاستونو څخه یو دی چې د راتلونکي انتخاباتو نتیجې بدلولې شي. د وي او اې د خبریال سکاټ سټرنز رپوټ د عابد حسېن په غږ کې:
د فلسطینیانو په حق کې مظاهره کوونکي په نیویارک ښار کې د کولمبیا پوهنتون ودانۍ ته ننوتلي او ځانونه یې محاصره کړي دي. تر دې وړاندې، د احتجاجي خېمو په سر د مظاهره چیانو سره خبرې ناکامه شوې او پوهنتون یو شمېر مظاهرین معطل کړل. جزئیات د نصرالله خان په غږ کې:
د خېبر پښتونخوا حکومت وايي د افغان کډوالو د ويستلو په لړ کې به امنيتي چارواکي کډوال نه ځوروي. د پاکستان حکومت د اې سي سي کارډ لرونکو کډوالو د ويستلو د پاره د اپرېل د مياشتې ۱۵مه نېټه ورکړې وه. کډوال وايي دوی د يرې ترهې ښکار دي. د ارشد مومند رپوټ:
په پېښور کې د چرګانو د ساتنې، خوراک، مرضونو او دارو درملو په اړه يوه غونډه شوې چې مقصد یې د چرګانو په ساتنه کې خلکو ته پوهه ورکول او د دې روزګار شورو کولو اړخ ته راغب کول وو. نور حال د ملک وقاص په رپوټ کې:
په کوټه کې روغتيايي چارواکي وايي، تر هر پوليو ضد کمپېن وړاندې له ويکسين انکاري خلک آماده کړی شي او هغو ته د کمپېن په اړه مالومات ورکول کېږي. په کوټه کې د ويکسين لپاره د ماشومانو شمېر پينځه لکه دی، خو په دې کې د انکاري ماشومانو شمېر اوس کم شوی دی. تفصيل رفیع الله مندوخېل وړاندې کوي.
پاکستان تحریک انصاف نه پس، جمعیت علما اسلام هم په پوځي اسټبلشمنټ باندې په سیاست اؤ انتخابي عمل کې د مداخلت تور لګولی دی. مولانا فضل الرحمان ویلي دي، اتم فرورې انتخاباتو کې اسمبلۍ خرڅې شوې دي. څېړونکي څه وایي؟ د اورنګزېب خان رپوټ:
په عرب اماراتو کې پښتانه مسافر د ښه سات تیري دپاره او د خوراک څښاک پروګرامونو له په دښتو کې کار کوونکو ملګرو ته ورځي. ځینو مسافرو ډیوه ته ویلي په میاشت کې یو ځل داسې ناستې کوي. د وي او اې ډیوه خبریال عرفان بهادر د پښتنو مسافرو د یو داسی ناستی تفصیل په رپوټ کې وړاندې کوي.
د پاکستان مرکزي بېنک څو ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کې د کمېدو رپوټ ورکړی و. اقتصاد پوهان او سوداګر وايي ځينې ستونزې د تېرو څو کالو راهسې ناحل پرتې دي او د دې کبله تجارت پرمخ نه ځي. جزئیات د فريد شينواري په رپوټ کې:
د امریکا په کيلي فورنيا کي افغانانو د وړوکي اختر او د نوروز خوشالي په ګډه سره په يو ځانګړي کلتوري غونډه کي لمانځلي. ګډون کوونکو ته هم د تفريح بندوباست شوي وو، او د هغي د آګهي لپاره هم يو شمير سټالونه لګولي شوي وو چي ګډونوال ترې استفاده وکړي. تفصیل د راشد خټک په رپوټ کې:
نور کتل