لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوال عدالت اسرايل ته امر کړی، غزې ته د مرستو نورې لارې دې پرانيزي


د ملګرو ملتونو نړيوال عدالت د زيارت/ پنجشنبې په ورځ اسرايل ته حکم کړی، په غزه کې د لوږې سره مخ فلسطينيانو ته د بشري مرستو رسولو دپاره دې ‏د نورو لارو پرانستو اجازه ورکړي.‏

په هېګ کې نړیوال عدالت انصاف اسرايل ته حکم کړی، بې له ځنډه دې ټول اړین او موثره اقدمات يقيني کړي، سمدستي دې بينادي ضروري څيزونه، ‏بشري مرستې خوراک، تېل او دوايانې وليږي.‏

نړیوال عدالت اسرايل ته دا حکم هم کړی، فوري دې يقيني کړي، چې پوځ یې کوم داسې اقدام ونه کړي چې په غزه کې د فلسطينانو د حقونو سرغړونه ‏وکړي، او په يوه میاشت کې یې اسرايل ته د حکم عملي کولو په اړه د رپورټ جمع کولو ويلي دي.‏

اسرایل د نړیوال عدالت د امر په اړه په سمدستي توګه څه نه دي ویلي، خو د حماس پرضد نزدې د شپږو میاشتو په جګړه کې یې د نسل وژنې کول رد کړي ‏دي. اسرايل په عدالت غږ کړی نوی امر دې نه جاري کوي.‏
د نړيوال عدالت حکم د جنوبي افريقې لخوا په اسرايل د نسل وژنې د تور په قضيه کې مخې ته راغلی دی.‏

د اسرايل او حماس جګړه وروسته له هغې پيل شوې چې په اووم اکتوبر حماس په اسرایل حمله کړې ‏‎1200‎‏ تنه یې وژلي او ‏‎250‎‏ یې يرغمل کړي وو. اسرايل ‏بيا په غزه کې ځوابي عمليات پيل کړي د ‏‎32,000‎‏ نه زيات کسان پکې وژل شوي چې زیاتره یې ملکي خلک دي، خو د اسرايل پوځ وايي په جګړه کې څو زره ‏د حماس وسله وال وژل شوي دي.‏

د اسرایل پوځ د زيارت/پنجشنبې په ورځ په غزه ښار کې د شفا روغتون سره نزدې او جنوبي غزه په پټۍ کې د خان يونس سره نزدې د جګړې ويلي دي.‏ د غزې په پټۍ کې د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت د زيارت په ورځ ویلي، په تېره ورځ کې ‏‎62‎‏ فلسطينيان وژل شوي دي.‏

اسرايل د شورو/ چارشنبې په ورځ د خپلې پرېکړې څخه په شا شوی او واشنګټن ته یې د خپل جنګي کارپوهانو د پلاوي لېږلو ويلي وو، د اسرایل ‏وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو امريکا ته د پلاوي لېږل د ګل، دوشنبې په ورځ د امريکا لخوا د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې د هغه قرارداد په ‏غبرګون کې منسوخ کړی وو چې امريکا يې په اړه بې طرفه پاتې شوه کوم چې د اسرايل او حماس ترمنځ سملاسي اوربند غوښتلو.‏

سپينې ماڼۍ تاييد کړې چې نېتن ياهو د ملاقات د بيا ترتيب کولو د پاره رضامند دی.‏

د بايډن حکومت لوړپوړو چارواکو اسرايل ته ويلي چې د رفح د يرغل پلان دې ختم کړي چرته چې د 1.4 ميلين نه زيات فلسطيني وګړي سر پناه لري او د ‏اسرايل د حماس خلاف په شپږ مياشتنيزه جګړه کې هم د اسرايل په رويه د دواړو هېوادونو ترمنځ تاو تريخوالی دی.‏

دې اوونۍ د واشنګټن په دوه ورځني ملاقاتونو کې د دفاع وزير لوېډ اسټېن، وزير خارجه اېنتني بلېنکن، د وايټ هاوس د ملي امنيت سلاکار جيک ‏سوليون او د سي ايي ای مشر وېليم برنز د اسرايل د دفاع وزير ياو ګيلنټ ته وويل کومه بله لار دې خپله کړي چې په غزه کې نوره وژنه ونه شي.‏

(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټز څخه اخستل شوي)‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG