لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار د پاکستان مرستيال وزيراعظم ټاکل شوی


‏د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار د ملک مرستيال وزيراعظم ټاکلی دی. ‏
پرون د پاکستان مرکز ي کابينې په يوه اعلاميه کې ويل شوي، د وزيراعظم په لارښوونه به اسحاق ډار د بل حکم پورې مرستیال وزيراعظم وي.‏

اسحاق ډار په داسې وخت کې مرستیال وزيراعظم ټاکل شوی چې د پاکستان وزيراعظم شهباز شرف د سعودي په سفر دی، پرون د اتوار / يکشنې په ورځ ‏یې په نړيواله اقتصادي غونډه کې ګډون کړی، اسحاق ډار هم ورسره مل وو.‏

د پاکستان په ايين کې د مرستيال وزيراعظم د څوکۍ کوم ځای نشته يا یې ذکر هم نه دی شوی.‏
پاکستان کې له دې وړاندې په کال ‏‎2012‎م کې چې راجه پروېز اشرف وزيراعظم وو، هغه وخت کابينې ډويژن يوه اعلاميه جاري کړې او چودري پروېز الهي ‏مرستيال وزيراعظم مقرر کړل شوی وو.‏

د قانون پوهانو په نظر د مرستیال وزیراعظم سره کوم واک اختیار نه وي، دا يوه علامتي غټه څوکۍ ده.‏
پاکستان کې د څيړونکو په نظر شهباز شریف دغه ګام ځکه پورته کړی چې يو خو د مسلم ليګ ن ګوند دننه د اختلافاتو خبرونه مخې ته راځي، دويم دا چې ‏اسحاق ډار د بهرنيو چارو وزارت په څوکۍ نه وو خوشاله او ځينې بيا وايي، چې بل څوک د بهرنيو چارو وزير جوړول کیږي.‏

مسلم ليګ ن ګوند د اختلافاتو خبرونه رد کړی او د نورو خبرو په اړه کوم رسمي تاييد يا ترديد نه دی شوی.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG