لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو مشهور ولسي سندرغاړي فضل وید استاد د 85 کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې


د پښتو ستر ولسي سندرغاړی فضل وید استاذ د 85 کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړي اؤ ټاکل شوې ده جنازه یې سبا د اتوار- یکشنبې په ورځ د قبایلي سیمې مومند په تحصیل صافي زیارت ادمزو سیمه کې ترسره کیږي.

د فضل وید استاد نمسي اجمیر صافي وي او اې ډيوه ته د خپل نیکه مړینه تایید کړې اؤ ویلي یې دي چې هغه د تېرو دوؤ میاشتو راهسې د سینې په ناروغۍ اخته ؤ اؤ صحت یې خراب شوی ؤ خو وایي نن د خالي- شنبې په ورځ د زړه د حرکت بندیدو له امله مړ شوی دی.

پښتنو لیکوالانو، خبریالانو اؤ هنرمندانو د فضل وید استاد مړینه یوه ستره ضایع بللې اؤ د پښتو د ولسي موسیقۍ د ودې لپاره یې د هغه خدمتونه په زرینو ټکو کې ستایلي دي.

فضل وید استاد د مومند قبایلي ضلعې په صافي تحصل زیارت ماربل سیمه کې د ادم زو په قبیله کې په کال 1939 د شهزاد میر کره سترګې غړولې وې اؤ اؤ کچه ځوانۍ د موسیقۍ میدان ته راوتلی ؤ.

د مومند ضلعې یو وتلی خبریال اؤ لیکوال حیران مومند چې د فضل وید استاد سره زیات نزدې پاتې شوی، ډیوه ته وایي چې له فضل وړاندې یا وروسته د هغه په کورنۍ کې هیڅوک د موسیقۍ د میدان سره وابسته نه دي پاتې شوي اؤ هغه په شوقیه توګه د هنرمیدان ته راوتلی ؤ.

د حیران مومند په خبره ، د فضل وید استاد د سندرو شمیر په زرګونو کې دی ، هغه په سوونو کیسې په کیسټو کې ویلي ، په سوونو لوبې، چاربیتې اؤ مذکورونه یې هم په کیسټو کې ریکارډ کړي اؤ ددې ترڅنګ یې له شمیره وتلي میداني پروګرامونه کړي چې په هغې کې ترې هم خلکو کیسټې ډکې کړي اؤ خلک یې یې تر نن ورځې اوري.

دفضل وید استاد نمسی اجمیر صافي وایي هغه په کال 1995 کې له سندرو لاس اخستی ؤ اؤ د دین تبلیغ یې شورو کړی ؤ چې له هغې وروسته به یې په هنري فعالتونو کې برخه نه اخسته اؤ یوازې د کلي مړی ، ژوندی به یې کولو .

حیران مومند وایي ، فضل وید ورته پخپل ژوند ویلي وؤ چې تر 4000 زیاتې کیسټې یې ډکې کړې دي.

د هغه په خبره فضل وید چې کوم وخت کې سندرې ویلي نو حتی د افغانستان د ننګرهار اؤ کونړ ولایتونو خلکو به خپلو ودوونو ښادیو له بوتلو اؤ خپلۍ ښادۍ به یې د هغه په سندرو تودولې.

حیران مومند زیاتوي چې په مومند اؤ باجوړ سیمو کې خو به یو وخت خلکو تر هغې د واده ښادۍ نېټه نه اېښوده تر څو چې به فضل وید استاد په دغه ښادۍ کې د مېلس کولو لپاره نېټه نه وه ورکړې اؤ وایي ځېنې وختونو کې به کال اؤ یو نیم کال پورې خلکو خپلې ښادۍ فضل وید استاد ته ایسارولې.

د فضل وید استاد اکثره لوبې، چهاربیتې، بګتۍ اؤ نیمکۍ اولسي بڼه لري چې په افغانستان اؤ پاکستان په ځانګړي ډول قبایلي سیمو کې به پښتنو ډیرې په مینه اورېدلې اؤ نن هم ډيرو خلکو د هغه زړې سندرې، کیسې، چهاربیتې اؤ مذکورونه د ټولنیزو رسنیو بیلابیلو پاڼو لکه یوټیوب، فیس بک وغیره ته خیژولي دي.

هغه زیاتره رومانوي اؤ ټولنیز داستانونه هم په کیسټو کې د موسیقۍ سره ریکارډ کړي دي چې د تاج محمد نمرو، ګل زمین ، د درې جنګ ،فقیر، مومن خان شیرینۍ اؤ ځېنې نورې کیسې پکې زیاتې مشهورې شوې وې.

د هغه په سندرو کې دې سندرو بیا زیات شهرت موندلی ؤ چې :

د پورې کلي د ملک لور مې په ګودر کې ولیدله
د راډ پشانتې په جینکو کې سپینه ، سپنه پړقیدله.
----------
پیر بابا له تلله په لاره یې ملګرې وه
هلک د سلارزو، جینۍ د تېمرګرې وه
----------
زما یې خوښیږي اوچت غرونه
ځه چې ایله زئ ته لاړ شو د سیل لپاره
ــــــــــــــ
راوړه لونګ چې لونګ چې لونګین درله تیار کړمه
هله به دې یار کړمه
هغه زیاتره د عوض خان مومند اؤ د سنګر جمال کیسې، سندرې،چهاربیتې اؤ مذکورونه په کیسټو کې ریکارډ کړي دي.

فضل وید استاد زیاتې غبرګې سندرې هم د تېرو وختونو د مشهورو اولسي سندر غاړو فضل قیوم اؤ یار خان سره ویلي چې پکې اکثره مشورې شوې دي.

د کال 1980نه تر کال1995 پورې د هغه د هنر چرچې په هر لوري خورې وې خو بیا یو ناساپه د هنر نه یوې ډډې ته شو اؤ زیات وخت یې د دین تبلیغ کې صرف کولو.

په سوشل میډیا ګڼو فنکارانو، هنرمندانو، لیکوالانو اؤ صحافیانو د هغه په مړینه غمرازي ښکاره کړې اؤ د پښتو ولسي موسیقۍ په وده کې یې د هغه خدمتونه ستایلي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG