لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل په امریکا نېوکه کړې چې ولې یې په هغه ملک د خپلو ځینو وسلو د بندولو فیصله کړې ده


اسرایلي چارواکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکا د صدر جو بایډن په هغې فیصلې تنقید وکړ چې ترمخه یې اسرایل ته د امریکا د ځينو ګوله بارودو لېږل بند کړی شوي دي. بایډن پس د هغه دا پرېکړه وکړه چې د غزې په رفح کې د اسرایلي ځواکونو د پوځي عملیاتو د پراخېدو له امله فکرمندۍ سېوا شوې او امریکا څو څو ځله څرګنده کړه چې د دغسې عملیاتو طرفداره ندی.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ګېلاډ اېرډان د امریکا دا فیصله "یو سخت او ډېر مایوس کوونکی بیان د یو داسې صدر [وګڼلو] چې د دې جګړې له پیله تر اوسه یې مونږ قدردان پاته شوي يو."

د اسرایل د قامي امنیت وزیر اېتامر بېن ګوېر چې یو ښي اړخه سیاستوال دی، په اېکس پلېټفارم باندې وویل چې ګنې "حماس باندې بایډن ډېر ګران دی".

بایډن سي اېن اېن سره یوه مرکه کې چې د شورو/چهارشنبې په ماښام خپره شوه، وویل چې امریکا به اسرایل ته د آېرن ډوم یا اوسپنیزې ګونبذې په شان د دفاعي وسلو او سامانونو سپلائی جاري وساتي.

بایډن په دې مرکه کې زیاته کړه: "ما دا واضحه وویل چې که چېرته هغوی (اسرایل) رفح ته ننوځي – چې تر اوسه رفح ته ندي ننوتلي - مګر که رفح ته ولاړ شي، زه هغو ته هغه وسلې نه ورکوم کوم چې تر اوسه په رفح کې استعمال شوي، یا په ښارونو کې استعمال شوي، او دغه ډول حالاتو کې استعمال شوي."

تر دې وړاندې د بایډن د ادارې یو جګپوړي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وي او اې ته په یو استولي بیان کې ویلي و چې دغه پرېکړه له اسرایلو سره تر هغو خبرو وروسته هم شوې چې هغوی به د حماس پرضد هلته د غزې د نورو برخو سره په توپیر عملیات کوي.

په رفح باندې د برید له ترسره کېدو سره به د هغو ۱.۳ میلیونو ملکیانو ژوند له خطر سره مخ شي کوم چې د غزې له شمالي او مرکزي برخو څخه هلته تللي چې د حماس پرضد د اسرایلو په روانو عملیاتو کې خوندي پاتې شي.

د بایډن د ادارې چارواکو په وار وار ویلي چې امریکا به په رفح باندې د عملیات ملاتړ تر هغو و نه کړي تر څو چې اسرایل د ملکیانو د ژغورلو لپاره باوري پلان وړاندې کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG