لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په باچاخان یونیورسټۍ حمله افغانستان د خاورې څخه نه ده شوي


 د پاکستاني پوځ د وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه ترمخه د پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دافغانستان صدر اشرف غني، ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله اؤ افغانستان کې د نيټو کمانډر جنرل جان کيمپبل ته ټيليفون کړى اؤ چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ د شوې حملې دتفصيلاتو څخه يې خبر کړي دي
د پاکستاني پوځ د وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه ترمخه د پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دافغانستان صدر اشرف غني، ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله اؤ افغانستان کې د نيټو کمانډر جنرل جان کيمپبل ته ټيليفون کړى اؤ چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ د شوې حملې دتفصيلاتو څخه يې خبر کړي دي

د افغانستان حکومت پاکستان د پوځي ترجمان ددې خبرې ردونه کړې ده چې گني د چارسدې په باچاخان یونیورسټۍ حمله افغانستان د خاورې نه شوي ده.

"د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د عمومي رئیس جنرال عاصم بجوا وروستۍ څرګندونې، چې ترهګرو ګواکې د افغانستان له خاورې څخه د خیبر پښتونخوا په چارسده کې په باچاخان پوهنتون برید کړی دی، بې بنسټه دي،" کابل کې د افغان صدر اشرف غني ددفتر نه جاري شوی بیان وايي.

"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هیڅ وخت د ترهګرو ډلو ملاتړ نه دی کړی او نه یې هم پټنځایونه ورته برابر کړي دي."

د افغان حکومت دغه بیان په داسې مهال راغلی چې د پاکستان پوځ ویلي سر لښکر جنرل راحیل شریف افغانستان نه په باچاخان یونیورسټۍ د حملې د تحقیقاتو په لړ کې د کومک غوښتنه کړې ده.

د پاکستاني پوځ د وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه ترمخه د پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دافغانستان صدر اشرف غني، ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله اؤ افغانستان کې د نيټو کمانډر جنرل جان کيمپبل ته ټيليفون کړى اؤ چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ د شوې حملې دتفصيلاتو څخه يې خبر کړي دي .

د پوځي وياند ترمخه دپوځ سرلښکر په يونيورسټۍ حمله کې د ککړو عناصرو لټولو اؤ د هغوي په نخښه کولو کې دمرستې خواست کړى دى .

په خپل ټوئټر اکاؤنټ عاصم باجوه وئيلي دي چې د چارسدې د ترهه ګريز بريد تر دې مهاله دشوؤ پلټنو ترمخه دغه بريد افغانستان کې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان ديو کارکوونکي لخوا کنټرول کيدو .

د افغان حکومت بیان وايي افغانستان په باچاخان یونیورسټۍ د حملې غندنه کړې ده او پاکستان ته يي ترهگرۍ خلاف د مشترکه کوښښونو وړاندیز کړی دی.

"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دې په ترڅ کې چې په باچاخان پوهنتون ترهګریز برید په سختو ټکي غندي، یو ځل بیا د پاکستان حکومت ته په ډاګه کوي چې له ترهګري سره مبارزه یوازې د ګډې او صادقانه همکاري له لارې ممکنه ده،" کابل کې د ارگ بیانیه وايي.

بیان اضافه کوي: "افغانستان په دې باور دی چې ترهګري ښه او بده نه لري، ځکه ټول ترهګر د وحشت او ترور په هڅه کې دي، نو موږ باید له دې شومې پدیدې سره د مقابلې لپاره په ګډه مبارزه وکړو."

تيره ورځ چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ شوې حمله کې خواؤشا ٢٥ کسان وژل شوي اؤ د٥٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وو .

له دې وړاندې د پاکستان د خارجه وزارت يو وياند وئيلي دي چې په يونيورسټۍ دشوې حملې پلټنې روانې دي اؤ ډير زر به مکمل کړل شي .

هغه وئيلي وؤ چې حمله کې د ککړو کسانو اؤ د هغوي دسهولت کارو په ضد به دپلټنو دمکمليدو څخه وروستو ګامونه اخستل کيږي.

تيره ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په مهال ليفټننټ جنرل عاصم باجوه وئيلي وؤ چې امنيتي ځواکونو د هاغو ترهه ګرو په پيژندګلو کې مهم پرمختګ کړى کومو چې په باچاخان يونيورسټۍ حمله کړې وه.

هغه وئيلي وؤ چې دترهه ګرو د ګوتو نشانونه نيشنل ډيټابيس ريجسټريشن اتهارټۍ( نادرا) سره شريک کړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG