لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تربت: چارواکي وایي د سمندري ځواکونو په هوایي ډګر برید ناکامه کړل شوی اؤ څلور واړه ترهګر وژل شوي 


په بلوچستان کې وخت ناوخت په حکومتي ځواکونو حملې کیږي. په دې فائل تصویر (کال ۲۰۱۶) کې پوځیان ښکاري چې د پولیسو په اکېډمۍ باندې د تندلارو د برید وروستو هلته د رسېدو په حال کې دي
په بلوچستان کې وخت ناوخت په حکومتي ځواکونو حملې کیږي. په دې فائل تصویر (کال ۲۰۱۶) کې پوځیان ښکاري چې د پولیسو په اکېډمۍ باندې د تندلارو د برید وروستو هلته د رسېدو په حال کې دي

د ای پي خبري رسنۍ له مخې حکومت اؤ پولیس چارواکو ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د ګل اؤ نهې په منځ شپه کې د ناکراره صوبې بلوچستان په تربت سیمه کې د سمندري ځواکونو په هوایي ډګر د ترهګرو برید ناکامه کړی اؤ څلور ترهګر یې وژلي دي.

ددې برید ذمه واري د بیلتون خوښې بلوڅ وسله والې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي مجید بریګیډ په غاړه اخېستې ده.

چارواکي وایي چې وسله وال د سمندري قواؤ مرکز ته د ننوتلو د هڅې په مهال په ځوابي کارروایۍ کې وژل شوي دي.

پوځ لا په دې اړه څه رسمي بیان نه دی خپور کړی.

د مکران ډویژن کمشنر سعید احمد عمراني بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې د ترهګرو برید ناکامه کړل شوی اؤ څلور واړه ترهګر وژل شوي دي.

هغه ویلي چې امنیتي ځواکونه اوس د سیمې د کلئیر کولو په عملیاتو بوخت دي.

تر دې وړاندې د تربت پوليس چارواکو وي او اې ډېوه سره خبرو کې د دغه برید پخلی کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې "لومړي رپورټونه ښايي څلور وسلوال بريد ګر د هوايي ډګر حدودو ته ننوتي دي".

د سمندري ځواک "نيول فورسس" ائیرپورټ په تربت ښار کې موقعيت لري، چې دلته د تربت ښار هوايي ډګر سيمه ورسره هم ورسره په څنګ کې ده.

د چارواکو وینا ده چې، "ياد هوايي ډګر د پاکستان د سمندري ځواکونو دويم لوی هوايي ډګر دی او دلته په زيات شمېر کې د پاکستان سمندري ځواک موجود دی".

تربت د بلوچستان په جنوب کې د مکران ډويژن د کيچ ضلعې سر ښار دی.

د مکران ډویژن پوليس چارواکي وایي چې، "بريد کوونکو له څلورو تر پنځو ځايونو هوايي ډګر ته د ننوتو هڅه وکړه، خو امنيتي ځواکونو يې مخه ونيوله، د نيول بېس د خونديتوب لپاره هلته سمندري ځواک، او ايف سي موجوده ده، پوليس د هوايي ډګر شاوخوا سيمه په ولکه کې اخيستې ده."

يوه بل چارواکي ډيوه ته ويلي، "د سمندري ځواکونو هوايي اډه په هوايي ډګر کې دننه جوړه شوې، خو ډېره لرې ده او بريد کوونکي ترې ډېر لرې دي، دلته د پاک بحريه، فرنټير کور او پوليس موقعې ته رسيدلي دي"

دا په بلوچستان کې په تيره يوه اونۍ کې دویم لوی برید دی.

تر دې وړاندې د مارچ پر شلمه د مکران ډویژن په ګوادر ضلع کې د ګوادر پورټ اتھارټي د استوګنې په کمپلیکس د بي ایل ای له لوري حمله شوې وه، چې په ترڅ کې يې دوه عسکر وژل شوي او ځينې ټپي شوي وؤ او د چارواکو په وينا په ځوابي ډزو کې اته وسله وال بريدګر وژل شوي وو.

د ياد بريد ذمه واري هم د بي ايل اې تنظيم مجيد بريګېډ نومي ډلې منلې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG