لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برطانيې حکومت اراده لري چې خارجي ملکونه د هېواد اخبارونه د اخیستلو نه منع کړي


ټېلېګراف د برطانيې واکمن ګوند کنزروېټیو پارټۍ ته نږدې  ګنل کېږي او د ۱۶۸ کاله زوړ اخبار د ملکیت دپاره سیاسي کوښښونه نه یوازې د اثر بلکې د پېسو معامله هم بلل کېږي
ټېلېګراف د برطانيې واکمن ګوند کنزروېټیو پارټۍ ته نږدې  ګنل کېږي او د ۱۶۸ کاله زوړ اخبار د ملکیت دپاره سیاسي کوښښونه نه یوازې د اثر بلکې د پېسو معامله هم بلل کېږي

د برطانيې حکومت اراده لري چې خارجي ملکونه د هېواد اخبارونه په ملکیت د اخیستلو نه منع کړي او په دې لړ کې د حکومت مجوزه تګلاره به پارلېمنټ ته دا اختیار ورکړي چې د ډېلي ټېلېګراف نومې اخبار د اخیستلو دپاره د ابوظهبي په مرسته چلېدونکي رېډ برډ ايي اېم ايي نومې کمپنۍ مخه ونېسي.

د برطانيې حکومت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د غېرملکیانو په لاسونو کې د ملک د اخبارونود ملکیت په اړه د خپلې تګلارې ځینې معلومات څرګند کړل.

ډېلي ټېلېګراف د برطانیې ‌په مشهورو اخبارونو کې شامل دی او د ملکیت په سر شخړې يې په برطانیه کې د میډیا د ازادۍ اود بهرنیانو په لاسونو کې په سیاسي توګه د بااثرو اثاثو د ملکیت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

ټېلېګراف د برطانيې واکمن ګوند کنزروېټیو پارټۍ ته نږدې ګنل کېږي او د ۱۶۸ کاله زوړ اخبار د ملکیت دپاره سیاسي کوښښونه نه یوازې د اثر بلکې د پېسو معامله هم بلل کېږي.

د برطانيې د پارلېمنټ په اېوان بالا یا هاوس اف لارډز کې د ثقافت وزیر سټيون پارکېنسن وویل حکومت به په پارلېمنټ کې د قانون په یوه موجوده مسوده کې ترمیم وکړي چې ترمخه به يې غیر ملکي حکومتونه د برطانیې د اخبارونو ملکیت نه شی اخیستلی.

د حکومت یو چارواکي وویل په قانون کې د مجوزه ترمیم د لاندې به د ټېلېګراف د اخیستلو په لړ کې د ابوظهبي حمایت یافته کمپنۍ رېډبرډ ايي اېم ايي مخه هم ونیول شي.

رېډبرډ ايي اېم ایي په اړه څه نه دي ویلي.

د ټېلېګراف اخیستلو دپاره د رېډ برډ د معاملې د نورو قوانین دلاندې هم تحقیقات دوام لري خو د حکومت نوي تګلاره په واحضه توګه غواړي چې خارجي ملکونه دې د برطانیې د اخبارونو ملکیت و نه لرلی شي.

د برطانیې د کنزروېټیو پارټۍ چې ټوري پارټي هم بلل کېږي د ملاتړ په سبب ټېلېګراف د ټوري ګراف په نوم هم یادېږي او د برطانيې پخواینو وزیراعظمانو وېنسټن چرچل او بورس جانسن هم دې ورځپاڼې دپاره لیکل کړي دي.

د ټېلېګراف د ملکیت په سره شځړه په داسې مهال پېدا شوې چې په ولسي کچه د ټوري پارټۍ مقبولیت کم شوی او سروی ښيي وزیراعظم رشي سونک به سږ کال کېدونکو انتخاباتو کې کامیاب نه شي.

د هاوس اف لورډز پخوانۍ غړې ټینا سټوېل د ډېجېټل مارکېټس کمپټېشن اېنډ کنزیومر بېل نومې د قانون په مسوده کې یو ترمیم تجویز کړی چې ترمخه به يې پارلېمنټ دا اختیار ترلاسه کړي چې د برطانوي مطبوعاتو ملکیت ترلاسه کولو کې د غېر ملکي حکومتونو مخه ونېسي.

د پارلېمنټ د سلو نه زیاتو غړو د مجوزه ترمیم حمایت کړی او د مطبوعاتو په اداریاتې فېصلو کې د مداخلت او د سېنسرشېپ په اړه يې تشویش څرګند کړی دی.

د فشار وروسته حکومت خپل تحویز پېښ کړو او ستوېل خپل مجوزه ترمیم بېرته واخیستلو.

توقعو ده چې په مطبوعاتو د غېر ملکي اختیار د بندیز په قانوني مسوده به په هاوس اف لورډز کې په اینده څو هفتو کې ووټونه وشي. مسوده به قانوني شکل هله اخلي چې د پارلېمنټ لاندنی اېوان یا هاوس اف کامنز یې هم منظور کړي.

پارکېنسن وویل نوي اقدامات به حکومت پابند کړي چې د مطبوعاتو د انضمام مسله کمپېټيشن اېنډ مارکېټس اتارټي یا سي اېم ای ته وسپاري او که دا اداره دا تعین وکړي چې یو غېر ملکي حکومت د یو اخبار ملکیت ترلاسه کوي نو حکومت به پابند وي چې مخه یې ونیېسي او یا په دغه لړ کې شوې معاهده ختمه کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG