لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ ته د دوکې مقدمه کې د۳۵ کروړه ډالرو جرمانه اورول شوې ده


د جنورۍ د ۱۱ نېټې په دې تصویر کې ټرمپ د نیویارک په یو عدالت کې ناست لیدل کېږي
د جنورۍ د ۱۱ نېټې په دې تصویر کې ټرمپ د نیویارک په یو عدالت کې ناست لیدل کېږي

د نیویارک یو جج د جمعې په ورځ د امریکې پخواني صدر ډونلډ ټرمپ ته د تېر ویستنې یا دوکې په تورونو کې د 35 کروړه ډالرو جرمانه اورولې اؤ په نیویارک کې یې د هغه په کاروبار دریوؤ کالو لپاره بندیز هم لګولی دی.

د ټرمپ وکیلې علینه حبه د عدالت دا فېصله بې انصافي بللې اؤ ویلي یې دي چې د پرېکړې پر ضد به اپیل کوي.

په کومه مقدمه کې چې ټرمپ ته د 35 کروړه ډالرو ادا کولو امر شوی هغه یوه دیواني مقدمه ده چې پکې زندان ته د پخواني صدر د لېږلو یا قېد هیڅ خطره نه وه.

ډونلډ ټرمپ د جج له پرېکړې وړاندې ویلي وؤ چې نیویارک ریاست کې دده په کاروبار بندیز به د یوې کاروباري شبکې یا کارپوریشن د وژلو په مانا وي.

ټرمپ په نورو معاملو کې هم د 91 فواجدارۍ د تورونو سره مخ دی، وایي چې عدالتي مقدمې انتخاباتو کې هغه ته د نقصان رسولو یوه طریقه ده.

خو جج ارتهر اینګورون ویلي چې د جرمانې د ټرمپ د رویې سره جایز سمون خوري.

جج خپله فیصله کې ویلي، په ده(ټرمپ) یوازې د زیاتو پېسو ګټلو لپاره د اثاثو په ارزښتونو کې د اضافې کولو تور لګول شوی دی، خو دی دخپلو طریقو تېروتنو منلو ته تیار نه دی.

د ټرمپ زامن ایرک اؤ ډونلډ ټرمپ جونیر هم دې مقدمه کې ذمه وار ثابت شوي اؤ هر یو ته د ۴۰ لکو ډالرو نه د زیاتې جرمانې ادا کولو حکم شوی دی.

د جج حکم د نیو یارک ایالت د څارنوالې (اټارني جنرل) لیټیا جیمز ګټه ګڼل کیږي، هغې په ټرمپ دخپلو ګټو پورته کولو لپاره د ناسمو لارو کارولو تور پورې کړی ؤ اؤ ددې د ازالې لپاره یې هغه نه د ۳۷ کرړوه ډالرو د بودولو اؤ ددې ترڅنګ په یاد ایالت کې د هغه په کاروبار دبندیز لګولو غوښتنه کړې وه.

د ټرمپ وکیل کرس کایس ویلي چې د ډونلډ ټرمپ د نیت ثابتولو لپاره کوم واضحه اؤ وجود لرونکی ثبوت موجود نه دی.

کایس منلې ده چې د ټرمپ په کاروباري مالیاتي بیانونو کې تېروتنې کیدای شي خو هیڅوک دې نتیجې ته نه دي رسیدلي چې ګنې هلته دوکه شوې ده.

ټرمپ تر دې وړاندې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د فواجدارۍ یوه مقدمه کې د نیویارک یو عدالت ته وړاندې شوی ؤ چې دغلته هغه په غیر قانوني توګه د پیسو د اداییګۍ پټولو تورونو سره مخ دی ،دا د کوم پخواني امریکایي صدر پرضد وړومبۍ مجرمانه قضیه ده.

په اټلانټا اؤ جارجیا کې هم د ټرمپ وکیلان د هغه استازیتوب کوي چرته چې په هغه د کال ۲۰۲۰ د انتخاباتو د نتیجو بدلولو تورونه لګیدلي دي، په دغو ټاکنو کې ډونلډ ټرمپ د جوباییډن نه ماتې خوړلې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG