لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په پاکستان کې په 2022 او 2023 کې په 72 خبریالانو حملې شوي او دوه صحافیان وژل شوي دي


د کال ۲۰۰۷ په دې تصویر کې صحافیانو په اسلام اباد کې د یوې مظاهرې په مهال خولې تړلي دي چې خبریالانو ته د ګواښونو په ضد د خپلو جذباتو اظهار وکړي
د کال ۲۰۰۷ په دې تصویر کې صحافیانو په اسلام اباد کې د یوې مظاهرې په مهال خولې تړلي دي چې خبریالانو ته د ګواښونو په ضد د خپلو جذباتو اظهار وکړي

د پاکستان پریس فاونډیشن په یو رپورټ کې ویل شوي چې د 2022-2023 په اوږدو کې په لږ تر لږه 72 صحافیانو بریدونه شوي او دوه خبريالان وژل شوي دي.

څېړونکي وايي چې 2021م کال کې په پاکستان کې د خبریالانو د خوندیتوب قوانین جوړ شوی خو په دې قانون عمل اوس هم لوی مشکل دی.

په 2021 کال کې د دوو مهمو قوانینو په منظورولو سره پاکستان د نړې لومړی هیواد شو چې په رسمې ډول یی د خبریالانو د خوندیتوب لپاره قانون جوړ کړو.

لومړې سند صوبې د صحافیانواو د مطبوعاتو د کارکوونکو د تحفظ قانون 2021 جوړ کړو او بیا د خبریالانو او د رسنیو د مسلکي کسانو د ساتنې قانون د پاکستان پارلېمنت منظور کړو.

د دغو قوانینو سربیره څېړونکي پاکستان د خبریالانو لپاره خطرناک هیواد بلي.

صحافیانو د کار په حالاتو نظر ساتونکي پاکستانۍ ادارې فریډم نیټ ورک په یو تازه رپورټ کې ویلي په پاکستان کې د 2022 کال له اګست څخه تر 2023 کال تر اګست پورې 37.5فیصد خبریالان له تاوتریخوالي، ځورونې، تښتونې او په عدالتونو کې د مقدمو سره مخامخ شوي دي.

خبریالا سعدیه کمال وايي "په پاکستان کې حالات ورځ تربله خرابیږې، مونږ وایو په پاکستان کې جمهوریت دي. او ایین د رایی ازادې ورکوي خو داسې کیږې نه، مونږ په پراخه خبره نشو کولې.‌ حکومت وې او که ادارې مونږ د هغه پر پالیسیو تنقید نشو کولې که چرې څوک داسې وکې، نو زورول کیږې، تښتول کیږې یا ووژل شي."

د فريډم نيټ ورک، رپورټ وایی له 2000 کال راهيسې د دو ښځینه خبریالانو په ګډون تر 170 زيات خبريالانو د کار په مهال ژوند له لاسه ورکړی دی. رپورټ زیاتوي چې د افسوس وړ خبره دا ده چې په دې لړ کې د دوو کسانو په ضد مقدمې درج شوي چې د معافیت مسله په ګوته کوي.

د نیشنل پریس کلب صدر انور رضا وايي "مونږ د ایین او قانون تر مخه کار کوو، خو د دې سربیره کله د مالکانو له اړخه، د تولنې د طاقت وره طبقو له اړخه، اسټیبلشمنټ او د حکومت له اړخه دهړکې ترلاسه کیږي. چې اقتصادې توکه کمزوره کړې شي، دا د حکومت ذمه وارې ده چې د جرنالسټانو ستونزو ته پام راوګرځې خو که چرې د حکومت پر تګ لارو نیوکې وشې نو دا سې هم شوې چې حکومت خپله هم جرنالسټانو مخه نیسي."

د بشرې حقونو تنظیمونه په پاکستان کې خبریالانو سره د حکومتي چارواکو او ادارو په چلند د تشویش اظهار کوي او وايي د قوانینو د محدودو اغیزو لامل د وفاق او سیند د قوانینو ترمخه د خوندیتوب کمیسونونو په عملي کولو کې ناکامي وه.

د انساني حقونو فعالان وايي په قومي اسمبلۍ کې د متفقه ملاتړ باوجود، د پخواني وزیراعظمانو، عمران خان او شهباز شریف، حکومتونو د دې کمېشنونو په جوړولو کې غفلت کړی او قوانین یې په مؤثره توګه غیر فعاله کړی دی.

د بشرې حقونو کارمنده نسرین اظهر وايي "په پاکستان کې یو شمیر خبریالانو باندې بریدونه شوې، او دوې هل او ټکول شوي. خلک د ټې وې چینلو او ورځپاڼو څخه ووستل شي، او دا یوازې د حکومت یا ادارو پر غلطو تګ لارو باندې د نیوکو له امله شوې، خو دې هر څه ښه کیدو کې به وخت لګي."

د خبريالانو او د بشري حقونو تنظیمونه غوښتنه کوي چې د خبریالانو خونديتوب لپاره پکار ده چې پاکستان په فوري توګه قانوني ګامونو پورته کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG