لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې د الېکشن کمېشن د دفتر سره نزدې چاودنه شوې


د پاکستان الېکشن کمېشن وېب پاڼه
د پاکستان الېکشن کمېشن وېب پاڼه

د پاکستان په لوی اقتصادي ښار کراچۍ کې د الېکشن کمېشن د دفتر سره نزدې چاودنه شوې، چارواکو ویلي په چاودنه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. او بلوچستان صوبه کې د لاسي بمونو په بريدونو کې څو کسان ژوبل شوي دي.

په کراچۍ ښار کې د الېکشن کمېشن د دفتر سره نزدې چاودنه د جمعې په ماښام شوې ده. د ښار د جنوبي ضلعې د پوليسو مشر (اېس اېس پي) ساجد سدوزۍ مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي، بارودي مواد په يوه کڅوړه کې اېښودل شوي وو او چاودل شوي دي.

نوموړی ویلي، چاودنه د روکوټې نوعیت وه او څه جاني تاوان یې نه دی کړی.

او پاکستان پیپلزپارټۍ ویلي د بلوچستان صوبې په قلات سيمه کې يې په انتخابي دفتر نامعلومه موټر سايکل سورو کسانو لاسي بم غورځولی او د درې کسان په کې ژوبل شوي دي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري په قلات کې د ګوند په انتخابي دفتر شوې بم حمله غندلې او ويلي يې دوی به په بم حملو ونه ويرول شي.


د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د بلوچستان په مرکزي ښار کوټې په بايي پاس د ولسي جرګې د امېدوار د دفتر سره نزدې د لاسي بم چاودنه کې څلور کسان ژوبل شوي او کېچ ضلع کې دوه بمونه ناکاره کړی شوي دي.

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي او د انتخاباتو رانزدې کېدو سره په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

د پاکستان چيف الېکشن کمشنر دوه ورځې وړاندې ويلي، انتخابات به په اتمه فرورۍ په خپل وخت کيږي که څه هم امنيتي چېلنجونه موجود دي، خو الېکشن کمېشن به د امنیتي ادارو او پوځ په مرسته د انتخاباتو په وړاندې، خنډانو جوړونکو او امنيت خرابوونکو پرضد به سخته کارروايي کولی شي، چا سره به نرمي نه کيږي.

الېکشن کمېشن ويلي، د انتخاباتو دپاره شوې امنيتي غونډه کې چيف الېکشن کمشنر ویلي، ترهګري د انتخابي عمل تر ټولو غټ دښمن دی خو ويل شوي، نوموړي په امنیتي ادارو د پوره باور څرګندونه کړې او زياته کړې یې ده، د پرامنه انتخاباتو دپاره به ټول ضروري انتظامي او حفاظتي اقدامات کولی شي، سیاسي ګوندونو، امېدوارانو او ووټرانو ته به سازګار ماحول برابرولی شي.

په 31مه جنورۍ د پاکستان پوځي مشرتابه د کور کمانډرانو په کانفرنس کې ویلي وو، د سیاسي فعالیتونو په نوم به هیچاته د تاوتریخوالي رامنځته کولو او بې پلوه او رڼو ټاکنو د جمهوري عمل د ګډوډولو اجازه ور نه کړل شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په يو بيان کې د انتخاباتو په موقعه د تشدد په سیوا شوو پېښو ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده او ويلي یې دي څومره چې انتخاباتو ته ورځې رالنډیږي دومره ورسره د تاو تریخوالي پېښې زیاتیږي.

Forum

XS
SM
MD
LG