لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو د غیرت پېمانه څه ده؟


يو وخت وو چې پښتنو به 'برېت خرېلي' ته 'بې غيرته' ويل. د اوږدو برېتونو سړی به، که څه کار کسب به يې کولو او که نا، خو هسې به غيرتي غيرتي ښکارېدلو.

د کالج په مجلو کې به د ټوکو برخه کې ليکل کېدل چې برېت خرېلی د جينکو (نجونو) ورور او د هلکانو خور وي.

کلي کې هغه سړی هم 'بې غېرته' ګڼل کېږي چې کور کې ښځې (کورودانې) سره کټوۍ څمڅۍ کې لاس امداد کوي.

که کوم سړی د غېږې ماشوم سره حجرې ته لاړ شي نو غيرت مند سړي وايي: "په ښځه کمزوری دی".

يو ځوان که د پتلون اغوستلو شوق کوي نو نور يې په غيرت شک کوي.

د غيرتي او بې غيرته سړي د پېژندنې لپاره د پښتنو پېمانه د وخت سره سره بدلېږي.

پخوا سکول (مدرسې) ته تګ هم بد ګڼل کېدل. ويل به يې:

سبق د مدرسې وايي، لپاره يې د پيسې وايي

جنت کې به يې ځايې نه وي، په دوزخ کې به ........ وايي.

خدای بيا په پښتنو فضل اوکړو او ورو، ورو سکول ته د هلکانو تګ 'حلال' ګڼل شورو شو.

خو سکول ته د لوڼو لېږل اوس هم په ځينو سيمو کې د پېغور نه کمه خبره نه ده.

دجينکو تعليم خو د قامي غيرت خبره ده. يوه ښکاره نښه يې دا ده چې کلي په کلي د هلکانو سکول وي. خو د جينکو سکول چرته په نهم يا لسم کلي کې وي. ځکه چې غيرت خان وايي د ښځې لپاره يا کور دی او يا ګور.

اوس اوس به مو اورېدلي وي چې د دير په ځايي انتخاباتو کې سړو پرېکړه کړې وه چې ښځې به وټونه (رايې) نه ورکوي.

د دې فيصلې شا ته هم د 'غيرتي او بې غيرته' فلسفه پرته وه.

‌‌‌‌‌ډېر سړي په دې خبره هم برېت تاوهي چې وايي په ژوند کې يې چرته کار نه دی کړی ځکه چې د پلار نيکه نه ورته ‌‌‌‌‌‌ډېره پاتې ده.

په هر کلي او چم ګاون‌‌‌‌‌‌ډ کې د غيرتيانو يوه ‌‌‌‌‌‌ډله يا (غيرت برېګې‌‌‌‌‌‌ډ) وي. د کلي دغه څو خولې د تربورولۍ، بد نيتۍ، قبايلي سوچ وفکر او د بېوسۍ په حساب د چا په تندي د 'غېرتي' او د چا په ملا د ' بې غيرته' مهر لګوي.

بس که د غيرت خان د خوښې خلاف څه هم کوې نو د بې غيرته ټاپه ورته تياره پرته وي.

د بې غيرتو پښتنو دغه اوږد نوملړ (لسټ) ته اوس اوس د پښتنو سياسي مشر محمود خان اڅکزي صېب هغه سړي هم ور اچولي چې د مسلم ليګ نون د مشر نواز شريف ملاتړ نه کوي. دا اعلان ښاغلي اڅکزي په دويم دسمبر د خپل پلار خدای بخښلي خان شهيد دتلين لمانځلو په وخت کوټه کې کړی وو.

اخيري خبره: اوس نو پکار ده چې د پاکستان خوا ته هر پښتون نيم شين (مسلم ليګی) او نيم سور (ملتپاله) وي. که نا نو ټاپې ته تيار شئ. هسې هم دوه رنګي به ګټه وکړي. افغانستان کې سور او پاکستان کې شين_څه مو خيال دی؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG