لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني ځواکونو د افغانستان په پوله د ٥ وسله والو د وژلو دعوه کړې


د افغانستان په پوله د پاکستاني امنیتي ځواکونو په یو پوسټ باندې وسله والو حمله وکړې په جواب کې عسکرو د پنځه حمله کونکو د وژلو دعوه کړې ده
د افغانستان په پوله د پاکستاني امنیتي ځواکونو په یو پوسټ باندې وسله والو حمله وکړې په جواب کې عسکرو د پنځه حمله کونکو د وژلو دعوه کړې ده

د افغانستان په پوله د پاکستاني امنیتي ځواکونو په یو پوسټ باندې وسله والو حمله وکړې په جواب کې عسکرو د پنځه حمله کونکو د وژلو دعوه کړې ده.

دغه پیښه د پاکستان د مومندو قبائیلي علاقې په خویزو سیمه کې رامینځته شوي ده.

په سیمه کې د تشدد د بلې پیښې په اړه رپورټونه وايي د ایف سي یو عسکر د سړک په غاړه د بم چاویدو له امله وژل شوی او یو بل زخمي شوی دی.

یوه ورځ وړاندې هم په مومندو کې د پاکستاني عسکرو په یو پوسټ باندې وسله والو حمله کړې ده.

د خالي یا شنبې په ماښام د مومندو په بائیزو سیمه کې د عسکرو په پوسټ حمله کې درې عسکر زخمي شول.

په مومندو ايجنسۍ کې د بائيزو سيمې راکټي بريد او سوران دره کې د سړک غاړې ښخ بم چاودنې پړه تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې وياند احسان الله احسان په غاړه اغستې او عسکري ځواکونو ته يي د درنې مرگ ژوبلې اړولو دعوه کړي او وئيلي يي دي دا يي د "رعد" نومې عملياتو برخه ده .

وسله والو او امنیتي ځواکونه اکثر یو بل ته په لویه کچه د زیان رسولو خبرې کوي خو په ازاده توگه ددې دعوو تصدیق ممکن نه دی ځکه چې خبریالان په سیمه کې د امنیت کړکیچن وضعیت په وجه په ازاده توگه خپله دنده سر ته نشي رسولی.

په دې اړه نور تفصیل د وي او ای خبریال ارشد مومند رپورټ کې اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG